غور کې د خوړو پروګرام د مرستو بندېدل؛ خلک: د بېګاه او سبا نه لرو

غلام‌حضرت چې د غور په مرکز فېروزکوه ښار کې اوسېږي وايي، تېرو څو میاشتو کې یې د خوړو نړیوال پروګرام په مرستو شپې او ورځې تېرولې، خو اوس چې دا مرستې پرې درېدلي، د یو وخت ډوډۍ پیدا کولو ته حیران دی. دا یوازې غلام‌حضرت نه‌دی چې سختې شپې او ورځې تېروي، بلکې سلګونه نورې کورنۍ هم شته چې د یو وخت خواړه هم نه ور رسېږي.

کابل کې د چسپکي ماین چاودنه؛ ځدران: دوه ملکیان برسېرن ټپیان دي

د کابل د امنیې قومانداني ویاند خالد ځدران وايي چې د شنبې ماښام شاوخوا شپږ بجې د دویمې امنیتي حوزې اړوند په پښتونستان واټ کې چاودنه شوې ده. د نوموړي په وینا، دا پېښه د یوه افغان په هایلکس موټر پسې د چسپکي ماین د چاودنې له امله شوې ده.

توماس نېکلاسن پاکستاني چارواکو سره لیدنه کې: ا.ا دې ټول‌ګډونه حکومت جوړ کړي

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن پاکستاني چارواکو سره د لیدنې پر مهال د سیمه‌ییزې همکارۍ او افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

کابل کې ټکسي چلوونکي: د تېرو دوو کلونو په پرتله مو عاید ۹۰سلنه کم شوی

کابل کې ټکسي چلوونکي وايي، د پخوا په پرتله یې کاروبار خراب شوی او ۹۰ سلنه عاید یې کم شوي دي.

محب‌خان چې له تېرو ۲۸ کلونو راهیسې پلازمېنه کابل کې ټکسي چلوي او له دې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي، وايي، اوس يې کاروبار خراب شوی او په وینا یې، هر څوک چې وزګاره شوی د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره یې موټر چلونې ته مخه کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت: تېر کال ۳۰۰۰ کسان د سرطان ناروغۍ له امله مړه شوي

د سرطان ناروغۍ نړیوالې ورځې را رسېدو سره هم‌مهاله د عامې روغتیا وزارت مسوولان سلام‌وطندار ته وايي، د تېر ۲۰۲۲ کال پر مهال هېواد کې ۳۰۰۰ کسان د سرطان ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، په دغه موده کې شاوخوا ۳۳۰۰ نور کسان بیا پر سرطان ناروغۍ اخته شوي دي.

بلخ کې د یوې کورنۍ اووه غړي په مرموز ډول وژل شوي

د بلخ محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوې کورنۍ اووه غړي په مرموز ډول وژل شوي دي.
د بلخ د امنیې قومنداني ویاند محمداصف وزیري ویلي چې دغه پېښه جمعه د سلواغې ۱۴مه د دې ولایت د چمتال ولسوالي «جرقلعه» کلي کې رامنځته شوې ده. د بلخ د امنیې قومندان په وینا، په دغه پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ اووه غړي په خپل کې په مرموز ډول وژل شوي دي.

فران ایکویزا افغانستان کې د یونېسف نوی استازی ټاکل شوی

فران ایکویزا افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ادارې یا یونېسف د نوي استازي په توګه ټاکل شوی دی.

فران ایکویزا ویلي چې افغانستان د نړۍ په کچه له یوه ستر ناورین سره مخ دی او په وینا یې، دغه هېواد کې روان وضعیت ته په پام د یونېسف ماموریت ډېر مهم دی.