فران ایکویزا افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ادارې یا یونېسف د نوي استازي په توګه ټاکل شوی دی.
نوموړي پرون جمعه د سلواغې څوارلسمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، خوښ دی چې افغانستان کې د یونېسف نوی استازی ټاکل شوی دی.
نوموړي لیکلي: «نن ما افغانستان کې د یونېسف د نوي استازي په توګه خپله دنده پیل کړه. زه ویاړم چې افغانستان کې زموږ د بشردوستانه ډلې سره یوځای شوم چې د نړۍ تر ټولو لوی بشري ناورین کې د ماشومانو، مېندو او ټولنو لپاره نه ستړې کېدونکی کار کوي.»
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق یا یونېسف نوي استازي ویلي چې د افغانانو په ځانګړي توګه د ماشومانو او مېرمنو ملاتړ ته به دوام ورکړي.
Today, I started my tenure as UNICEF's Representative in Afghanistan.
I am honoured to join our extraordinary team of humanitarians in Afghanistan who have been working tirelessly for children, mothers and communities in one of the world's largest humanitarian crises.
— Fran Equiza (@franequiza) February 3, 2023
نوموړي زیاته کړې چې افغانستان د نړۍ په کچه له یوه ستر ناورین سره مخ دی او په وینا یې، دې وضعیت کې د یونېسف ماموریت ډېر مهم دی.
سلاموطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
ایکویزا همداراز لیکلي چې یونېسف به افغانستان کې خپلې نه ستړې کېدونکو هڅو ته دوام ورکوي.