Asset 1SWN

بلخ کې د یوې کورنۍ اووه غړي په مرموز ډول وژل شوي

mazar-sharif

د بلخ محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوې کورنۍ اووه غړي په مرموز ډول وژل شوي دي.

د بلخ د امنیې قومنداني ویاند محمداصف وزیري ویلي چې دغه پېښه جمعه د سلواغې ۱۴مه د دې ولایت د چمتال ولسوالي «جرقلعه» کلي کې رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بلخ د امنیې قومندان په وینا، په دغه پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ اووه غړي په خپل کې په مرموز ډول وژل شوي دي.

محمداصف وزیري ویلي چې تراوسه د دې پېښې انګېزه او لامل روښانه نه دی، خو زیاته کړې یې ده چې امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته تللي دي.

دا په داسې مهال دی چې د کورنیو چارو وزارت په تازه‌ګۍ سره سلام‌وطندار ته ویلي و، د تېر یوه کال پر مهال په ټول هېواد کې د وژنې ۱۵۹۱ پېښې ثبت شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

دغه وزارت زیاته کړې چې د یادو وژنو په تور څه باندې ۱۸۰۰ کسان نیول شوي او د دوسیو له بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام