Asset 1SWN

کابل کې ټکسي چلوونکي: د تېرو دوو کلونو په پرتله مو عاید ۹۰سلنه کم شوی

000_9HV2MG

کابل کې یوشمېر ټکسي چلوونکي وايي چې د پخوا په پرتله یې کاروبار خراب شوی او ۹۰ سلنه عاید یې کم شوی دی.

محب‌خان چې له تېرو ۲۸ کلونو راهیسې پلازمېنه کابل کې ټکسي چلوي او له دې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي، وايي، اوس يې کاروبار خراب شوی او په وینا یې، هر څوک چې وزګاره شوی د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره یې موټر چلونې ته مخه کړې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه وايي، که دنده ورته پیدا شي، هېڅ‌کله به ټکسي ونه چلوي. نوموړي وویل: «کابل کې نن ورځ ټکسي مفهوم نه‌لري. یو کس چې ۱۶ کاله یې زده‌کړې کړي، اوس وزګاره شوی او موټر چلونې ته یې مخه کړې ده. هغوی هم کار کوي او موږ هم کار کوو، موږ لوړه مالیه ورکوو او د شخصي موټر او ټکسي ترمنځ هېڅ توپیر نشته.»

په ورته مهال د کابل ښار یو بل ټکسي چلوونکی عطالله وايي، له تېرو څو میاشتو راهیسې په ډېرې سختۍ سره د تېلو لګښت پوره کوي. د نوموړي په وینا، پخوا یې کاروبار ښه و، خلک پر دنده وو، خو اوس خلک وزګاره دي او د ټکسي چلوونکو کاروبار هم ورسره خراب شوی دی.

زبیر بیا کابل کې خپل شخصي موټر، د ټکسي په ډول چلوي. نوموړی وايي ډېری ورځې یوازې ۱۰۰ تر ۲۰۰ افغانیو پورې عواید لري.

په همدې حال کې د ټرافیکو عمومي ریاست وايي چې اوس پلازمېنه کې ۱۳ زره ټکسي موټر فعالیت لري چې په نږدې راتلونکې کې به د کابل ترڅنګ په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم د ښاري ټکسي چلولو جوازونه ووېشل شي.

د ټرافیکو د عمومي ریاست مرستیال، تمیم‌احمد عصمتي سلام‌وطندار ته وویل: «موږ کورنیو چارو وزارت ته یو طرزالعمل لېږلی، هغوی پرې کار کوي او تر ارزونې وروسته به یې د ټرافیکو ریاست ته بېرته وسپاري او د دې ریاست له لوري به عملي شي. اوس ۸۵سلنه کار شوی یوازې ۱۵سلنه پاتې دی چې بشپړ شي او دغه ریاست به ټکسي چلوونکو ته جوازونه ووېشي.»

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

هېواد کې د جمهوري نظام نکسورېدو سره هم‌مهاله هېواد کې د وزګارتیا کچه لوړه شوې او ډېری خلکو کابل کې د کار نشتون له امله موټر چلونې ته مخه کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام