Asset 1SWN

مالیې وزارت: په یوولس میاشتو کې مو ۱۰۰ میلیارډه افغانۍ عواید را ټول کړي

wazirat-malia-640x373-1-1-phon1a3fcwnb8oornikomyziz933a6u1uxalb65w20

د مالیې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د ۱۴۰۱ مالي کال په یوولس میاشتو کې یې له ګمرکونو ۱۰۰ میلیارډه افغانۍ عواید را ټول کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه وزارت په وینا، دا پیسې د افغانستان د ګمرکونو په تاریخ کې بې‌مخینه دي.

د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د اسلامي امارت له واکمنېدو مخکې د هېواد د ګمرکونو کلني عواید له ۷۲ میلیارډه افغانیو نه و اوښتي.

د خبرپاڼې له مخې، که څه هم اسلامي امارت پر لومړنیو خوراکي توکو ګمرکي تعرفه ۶۸ سلنې ته را ټیټه شوې، خو بیا هم د مالي کال له پای ته رسېدو مخکې د ګمرکونو عواید ۱۰۰ میلیارډه افغانیو ته رسېدلي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

مالیې وزارت ټینګار کړی چې د ګمرکي عوایدو بې‌مخنیې ډېروالی ښيي چې ګمرکونو کې مسلکي او ژمن کسان ګومارل شوي، د فساد کچه صفر ته ټیټه شوې او په ګمرکي چارو کې بشپړه روڼتیا رامنځته شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام