Asset 1SWN

د لاسي‌کراچۍ چلوونکي: اوونۍ کې څو شپې په لوږه وېده کېږو

بیکاری

کابل ښار کې یوشمېر لاسي کراچۍ چلوونکي د بې‌وزلۍ او لوږې له امله شکایت کوي. دوی سلام‌وطندار ته وايي چې ډېری وخت د خوړو نشتون له کبله اوونۍ کې څو شپې په لوږه وېده کېږي.

عبدالرحمان چې کابل ښار کې کراچۍ‌ چلوي وايي، له سهار تر ماښامه د پلازمینې پر سړکونو تېروي، څو خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړی چې د یوې شپږ کسیزې کورنۍ یوازینی سرپرست دی، وايي، د ژمي دا ورځې پر سړکونو د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره تېروي، خو ځینې ورځې کار نه وي او اړ دی چې ماښام بېرته تش لاس کور ته ستون شي.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «کله نا کله د پنځو ډوډیو روپۍ پیدا کوم، خو بله ورځ څه نه وي. د کراچۍ او موټر کرایه راباندې تاوان وي. دوه درې لمسي لرم چې پیسې وګټم، بیا ورته څه وروړم، ډېر خوشحالېږي، خو کله چې څه ورته وې نشم، بیا خپه وي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی جمشید هم چې د خپل ژوند د اړتیاوو تامینولو لپاره ښار کې لاسي کراچۍ چلوي او د خلکو بار وړي، له بې‌وزلۍ څخه شکایت کوي.

نوموړی وايي، ځينې ورځې چې کله کور ته ستنېږي، د دې لپاره چې ماشومان یې په تش لاس لیدو ناهیلي نه‌شي، له نانوایانو څخه ډوډۍ په پور اخلي، خو په وینا یې، هېڅ نانوای ورسره همکاري نه کوي.

نوموړي وویل: «کله چې کور ته ځم، ماشومان راته وايي چې پلاره ډوډۍ دې راوړه، له دې غوښتنې یې خپه کېږم. پرون مې لس افغانۍ هم کار ونه کړ او نوان هم په پور ډوډۍ رانه کړه. هر چېرته چې ځم کار نه وي، نږدې خپلوان هم نه‌لرم چې راسره مرسته وکړي دوه شپې مې په لوږه تېرې کړي دي.»

کابل ښار کې لاسي کراچۍ چلوونکي داسې مهال بې‌وزلۍ څخه شکایت کوي چې تېر یو نیم کال کې د لوږې او بې‌وزلۍ کچه ورځ تر بلې مخ پر لوړېدو ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د مرسته‌رسوونکو سازمانونو د معلوماتو پر بنسټ، ۹۷ سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او په شاوخوا ۵۵ سلنه هېوادوال د ژوند د دوام لپاره انسان‌دوستانه مرستو ته اړتیا لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام