Asset 1SWN

کابل کې درې بېلابېلې چاودنې؛ ۵ کسان وژل شوي او ۲ ټپیان دي

WhatsApp-Image-2021-02-20-at-10.43.48-AM-p34rchde8wkalhwtxkytnwhoihxoevq4wzuc91vuzw

کابل ښار نن سهار د درېوو بېلابېلو چاودنو شاهد و.

د کابل امنیه قومانداني تاییدوي چې په دغو چاودنو کې ۵ کسان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

د کابل د امنیې قومانداني ویاند فردوس فرامرز وايي، لومړۍ چاودنه چې نن سهار شاوخوا ۸ بجې د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د دارالامان پر سړک پر یوه کرولا ډوله موټر شوې ده. د نوموړي په وینا، په دې چاودنه کې دوه کسان ټپیان شوي او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

د نوموړي په وینا، دویمه چاودنه هم نن سهار شاوخوا ۸:۱۵ دقیقې د څلورمې امنیتي حوزې اړوند په کارته‌ پروان سیمه کې پر یوه کرولا ډول موټر شوې ده چې له کبله یې د یوې ښځې په ګډون، ۳ کسان وژل شوي دي.

د دویمې چاودنې تصویر

فرامرز وايي، د کابل ښار نننۍ درېیمه چاودنه بیا شاوخوا ۱۰:۲۰ دقیقې د درېیمې امنیتي حوزې اړوند په پل وحدت سیمه کې شوې او د امنیتي ځواکونو یوه رېنجره په‌کې د چسپکي ماین ښکار شوې ده. د هغه په خبره، په دې چاودنه کې هم دوه کسان وژل شوي دي.

د درېیمې چاودنې تصویر

د افغانستان د خلکو د یووالي اسلامي ګوند د سیاسي کمېټې رییس خلیل دره‌صوفي وايي چې په دې چاودنه کې د دغه موټر نښه ګرځول شوی دی. د هغه په خبره، دی له چاودنې څو شېبې مخکې له موټر نه ښکته شوی و، خو د هغه ساتونکی او موټرچلوونکی په‌کې وژل شوي دي.

خلیل دره‌صوفي

خلیل دره صوفی، رئیس کمیتۀ سیاسی حزب وحدت اسلامی مردم افغانستان می‌گوید که در این انفجار موتر او هدف قرار گرفته است. آقای صوفی لحظاتی پیش از انفجار از موتر پیاده شده؛ اما این انفجار جان راننده و نگه‌بان او را گرفته است.

د کابل پولیس وايي چې د درې واړو چاودنو په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.

تر اوسه کوم چا یا ډلې د دغو چاودنو مسوولیت نه دی اخیستی. حکومت تل طالبان د ورته چاودنو او بریدونو مسوولان بولي، خو طالب ډله بیا په داسې چاودنو او بریدونو کې لاس لرل ردوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام