د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن چهارشنبه د (وږي ۲۳) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه یې تراوسه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۹۱۴ سوالګر راټول کړي دي.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت لیکلي چې د عبدالغني برادر په مشري د سوالګرو راټولولو کمېټې له لوري په راټولو شویو سوالګرو کې ډېری یې مسلکي دي چې تر ارزونې وروسته یې له مستحقو سوالګرو جلا کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، په راټولو شویو سوالګرو کې ۳۸۷۲ ښځې شاملې وې چې تر ارزونې وروسته یوازې ۱۰۶۹ مستحقې ګڼل شوي او پاتې یې مسلکي سوالګرې دي.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت لیکلي چې ۵۹۱۴ سوالګر ماشومان یې هم راټول کړي چې ۷۶۳ یې مستحق، ۷۲۳ یې مسلکي او ۳۸ ماشومان بیا بې‌سرپرسته دي.

همداراز د کابل له بېلابېلو سیمو څخه په راټولو شویو ۵۱۸ نارینه سوالګرو کې ۱۳۸ یې مستحق او ۳۸۰ یې مسلکي سوالګر ښودل شوي دي.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت زیاته کړې چې سوالګرو ماشومان به بایومټریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند روزنتونونو ته ورپېژندل کېږي او د زده‌کړو زمینه ورته برابرېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال د افغان سرې میاشتې ټولنې مستحقو سوالګرو ته د نغدو پیسو د ورکړې لړۍ پیل کړې چې تر دا مهاله سلګونه سوالګر له دغو مرستو برخمن شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام