د ترکیې سفیر: هېچا ته اجازه نه ورکوو چې ترکیه کې د ا.ا پر وړاندې فعالیت وکړي

په کابل کې د ترکیې سفیر جِنک اونال ویلي چې هېواد یې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې په ترکیه کې یې د ا.ا پر وړاندې سیاسي او نظامي خوځښتونه وکړي.
نوموړي دا خبرې د پنجشنبې په ورځ د ریاست‌الوزرا له سیاسي مرستیال محمد عبدالکبیر سره په لیدنه کې کړې دي.

مولوي عبدالکبیر: د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي دي

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر د اروپايي ټولنې له شارژدافیرې رافایلا ایوبیا سره په لیدنه کې ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د افغان ښځو حقونه تامین دي او بېلابېلو برخو کې کار کوي. د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې په بېلابېلو برخو کې پر ښځو محدودیتونه لګېدلې دي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت: کابل ښار کې مو تراوسه ۵۹۱۴ سوالګر ټول کړي

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن چهارشنبه د (وږي ۲۳) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه یې تراوسه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۹۱۴ سوالګر راټول کړي دي. همداراز د کابل له بېلابېلو سیمو څخه په راټولو شویو ۵۱۸ نارینه سوالګرو کې ۱۳۸ یې مستحق او ۳۸۰ یې مسلکي ښودل شوي دي.