Asset 1SWN

د امنیت‌شورا پرېکړې ته غبرګون؛ ا.ا نړۍ ته: د افغانستان کورنیو مسایلو ته درناوی ولرئ

Security Council meeting
Maintenance of international peace and security
Vote

د ا.ا  د بهرنیو چارو وزارت د ملګروملتونو امنیت شورا پرېکړه‌لیک ته په غبرګون کې ویلي چې د ښځو اړوند بحثونه د افغانستان کورنۍ مسله ده او پر نورو هېوادونو اغېز نه‌لري.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل په دې اړه رسنیو ته ویلي، د نړیوالو قوانینو او معیارونو پر بنسټ، نړیوال هېوادونه باید د افغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه‌کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه ویلي: «د نړیوالو معیارونو او قوانینو مطابق د نړۍ هېوادونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه‌کړي، ځکه دا د افغانستان کورنۍ ټولنیزه مسله ده او پر نورو هېوادونو اغېز نه‌لري.»

د ملګروملتونو امنیت شورا تازه په یوه پرېکړه‌لیک کې له ا.ا غوښتنه کړې چې د ښځو پر کار او د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه لرې کړي.

په دغه پرېکړه‌لیک کې له ا.ا سره د تعامل پر اهمیت ټینګار شوی او هغو ناورینونو ته چې افغانان ورسره مخ دي، د هېوادونو او نړیوالو سازمانو په همکارۍ د رسېدنې ترڅنګ ویل شوي چې هېوادونه دې له خپلو اغېزو په ګټې اخیستنې سره ا.ا د ښځو حقونو مراعتولو ته اړ کړي.

د یاد پرېکړه‌لیک له تصویب وروسته د امریکا، عربي متحده اماراتو او روسیې استازیو په جلا توګه افغانستان کې د ښځو حقونو پر رعایتولو ټينګار کړی دی.

خو د چارو شنونکي د ملګروملتونو امنیت شورا پرېکړه او په اړه یې د ا.ا غبرګون نړۍ سره د ا.ا د تقابل نښه بولي. د چارو شنونکي طارق فرهادي وویل: «د امنیت شورا پرېکړه‌لیک ښيي چې ا.ا یو خوا ته شوی او نړۍ بلې خوا ته. نږدې ۹۰ هېوادونه افغانستان کې روان وضعیت غندي.»

د ملګروملتونو امنیت شورا پرېکړه‌لیک داسې مهال تصوبېږي چې ټاکل شوې تر راتلونکو دوو ورځو پورې د ملګروملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټرېش په مشري د افغانستان لپاره د یو‌شمېر هېوادونو ځانګړیو استازیو په ګډون دوحه کې د افغانستان د وضعیت په تړاو ناسته جوړه شي.

دغه ناسته چې د روانې غويي میاشتې په یوولسمه نېټه به جوړه شي، تراوسه د ا.ا استازی نه دی وربلل شوی، خو ا.ا وايي چې یادې ناسته کې د دوی ګډون یا نه ګډون وروستی شوی نه دی.

د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي سلام‌وطندار ته وايي، له هر هغه ګام ستاینه کوي چې د ا.ا له حکومت سره د اړیکو د ښه‌والي لامل کېږي.

هغه وویل: «باید هېواد کې د روانو شرایطو مطابق د بشري مرستو او همداراز د رسمي ډيپلوماټیکو اړیکو او د بندیزونو د لرې کولو په اړه اقدامات او پرېکړې ونیول شي، څو د ستونزو حل ته ورسېږو.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

واک ته د ا.ا له رسېدو سره هم‌مهاله نړیوالې ټولنې په وار وار د لویو ناستو په جوړېدو او خبرپاڼو په خپرولو سره له ا.ا د ښځو حقونو مراعتولو او ټول‌ګډونه حکومت جوړولو غوښتنه کړې، خو ا.ا تراوسه دغو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام