ښایي کابل یوازینی پلازمېنه وي چې ټرافیکي ګڼه ګوڼه پکې زیاته ده. دغه راز، ټرافیکي اشارو نه‌شتون، د کراچۍ او لاس‌پلورونکو بې‌نظمي هم د ښار زیاتره برخې ګډوډې کړې دي او دغه ښار پر یو بې‌نظمه او بې قانونه ښار بدل شوی او دا بې‌نظمي او بې‌قانوني د پلازمېنې په واټونو کې په ښکاره توګه لیدل کېږي.

کابل ښاریان شکایت کوي، چې په ښار کې بې نظمي په بې‌ساري ډول ډېر شوی. د کابل دوه تنه اوسېدونکي سهراب‌علي او غفور وايي، د اسلامي امارت په راتګ سره، ډېری خلک بې‌کاره شوي او موټر‌چلولو او لاس‌پلورلو ته یې مخه کړې، چې دا ټول په ښار کې د بې‌نظمۍ او ګڼې ګوڼې لامل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ښار کې د ګڼې ګوڼې ترڅنګ هغه ټکسي چلوونکي چې د پلازمېنې پر سړکونو له سهاره تر ماښامه د یوه مړی‌ډوډۍ د پیدا کولو لپاره کار کوي وايي چې پخوا به د کابل په څلورلارو کې ترافيکي نښې فعالې وې او څه نا څه نظم و. خو په هېواد کې له وروستي بدلون سره په ښار کې ترافیک هم کم شوی.

فردین چې یو تن موټر چلوونکی دی وایي ” مونږ  له دولت څخه غواړو چې په ښار کې نظم راولي. کله چې ښار ته راځو، ترافیک نه وي، کراچیانې پر سړکونو کار کوي او ګڼه ګوڼه زیاته ده. د جمهوریت په دوره کې د کابل ښار په واټونو کې ترافیکي نښې فعالې وې او موټر چلوونکي هم پر ځای درېدل،  خو اوس د اسلامي امارت مسوولان خلک بې‌ځایه دروي چې دغه حالت مونږ ځوروي.”

په همدې حال کې د کابل د ټرافيکو ریاست مرستيال تميم عصمتي هم په ښار کې بې‌نظمي مني او سلام‌وطندار ته وایي، په ښار کې د ګڼې ګوڼې اصلي لامل دا دی چې خلک خپل کراچیان په سم ځای کې نه دروي او هر کله چې ښاروالې د دې ستونزې حل لپاره لاس په کار شو د کابل د ټرافيکو ریاست به هم د امنیتي مسوولانو په همغږي خپل پروګرامونه پلي کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو د کابل ښاروالې د نشراتو او عامه پوهاوي رييس نعمت الله بارکزى وویل، دوي لپاره د ښار نظم  ډېر مهم دى او هېڅوک او يا ډله حق نه لري چې د کسب‌او‌کار په پلمه عامه لارې بندې کړي.

د بارکزي په وینا، کابل ښاروالې د کراچيو او پلورونکو د تنظیمولو لپاره پر مشخص پلان کار کوي چې په راتلونکو ورځو کې به عملي شي. د کابل ښاروالې د نشراتو او عامه پوهاوي رییس له کابل ښاریانو غواړي چې د ښاري نظم په رامنځته کولو کې له دوی او نورو اړوندو ادارو سره همکاري وکړي.

د کابل ښاروالۍ او د ترافيکو عمومي رياست د ښاري نظم د جوړولو او د ترافيکي قوانينو د پلي کولو په برخه کې ډېرې هڅې کړي، خو تر اوسه د ښاري نظم په راوستلو کې نه دي بریالي شوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام