د ملکي هوايي چلند ادارې مسوولان وايي، په ۱۳۹۹مالي کال کې د یادې ادارې عوایدو کې ۹ سلنه کموالی راغلی دی.

د ملکي هوايي چلند ادارې ريیس محمد قاسم وفايي‌زاده نن «شنبه، د دلوې څلورمه»  کابل کې د یوې خبرې غونډې پرمهال وویل، د دوی ارزونې ښيي چې په ۱۳۹۹ کال کې د یادې ادارې په عوایدو کې ۹ سلنه کموالی راغلی دی.

د وفايي‌زاده په خبره، ماليې وزارت دوی ته په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۵.۹ میلیارده هدف ټاکلی و؛ خو دې ادارې ۵ میلیاره او ۱۷۱ میلیونه افغانۍ عواید ټول کړي دي.

له بل پلوه د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار تېره ورځ ويلي  و، په کابل کې د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې نا معلومه الوتکې ځي او راځي چې د دې ډول الوتکو د کېناستو او پورته کېدو پرمهال د هوايي ډګر د امنیتي کسانو څخه غوښتل کېږي چې سیمه پرېږدي.

خو د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ريیس سید عمر صبور په دې خبرې غونډه کې د ګلبدین حکمتیار ادعا بې بنسټه وبلله او زیاته يې کړه چې امنیتي ځواکونه د افغانستان د هوايي ډګرونو په عملیاتي چارو کې د مداخلې او لاسوهنې حق نه لري.

د ملکي هوايي چلند ادارې د ارزونې پر بنسټ سږکال د افغانستان له هوايي ډګرونو په ټولیزه ډول ۵۳ زره کورنۍ الوتنې او ۳۵ زره نړیوالې الوتنې شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام