Asset 1SWN

سلام وطندار

د هېواد د ۴ هوايي ډګرونو امنیتي چارې د اماراتو G42 بهرني شرکت ته وسپارل شوې

9-7-oxo02i9lxrwym9taociu84t6smmlptw94uev8j38no

د هېواد د څلورو سترو هوايي ډګرونو امنیتي چارې یوه بهرني شرکت ته وسپارل  شوې. دغه پرېکړه وروسته له هغې شوې چې حکومت له اوسنیو شرکتونو سره د ټیټ کیفیت کار له کبله تړونونه لغوه کړل.

د هوايي چلند اداره وايي، د افغانستان په څلورو نړیوالو هوايي ډګرونو حامد کرزي، مولانا جلال الدین بلخي، احمدشاه ابدالي او هرات هوايي ډګرونو کې امنیتي او عملیاتي خدمتونه د عربي متحده اماراتو یوه شرکت ته سپارل شوي او ټاکل شوې راروانه میلادي میاشت خپل کاورنه پيل کړي.

دغه راز د افغانستان هوايي چلند او ملکي خدمتونو ادارې رييس قاسم وفایي‌زاده وايي، د اماراتو G42 شرکت به د راروانې نومبر میاشتې په پنځمه نېټه د افغانستان په هوايي ډګرونو کې د امنیت ساتنې، مسافرو ته د خدمتونو وړاندې کولو او د بارونو د پروسس او پلټلو دندې پرغاړه واخلي.

 

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام