Asset 1SWN

سلام وطندار

د ملکي هوایي چلند ادارې د کام‌ایر الوتکې د ماشین‌اور اخیستو ادعا رد کړه

121262422_1542915595912500_4897174342866670836_o

 

د ملکي هوايي چلند ادارې یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کام‌ایر هوايي شرکت الوتکې منځ کې د اورښودنې الې هوا کې د ټکان خوړلو له کبله د اور لګېدو غلته نښه ورکړې او دا چاره د خلکو د وارخطایي لامل شوې ده.

دغه اداره وایي، الوتکه او سپرلۍ دواړه خوندي دي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې یو شمېر مسافرو ویلي و چې د کام ایر هوایي شرکت یوه الوتکه چې له بدخشانه کابل ته په لاره وه، د کابل هوایي ډګر کې د کېناستو پرمهال یې په ماشین کې اور لګېدلی دی.

ویل شوي چې دغه الوتکه کې یو شمېر چارواکي او مسافرین بدخشان نه کابل ته راتلل.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام