افغانستان؛ هغه هېواد چې هرکال په‌کې شاوخوا ۲ میلیونه کسان د رواني روغتیا مشورې ترلاسه کوي

د اکټوبر لسمه د رواني روغتیا له نړیوالې ورځې سره سمون لري. دغه ورځ په ټوله نړۍ کې د روانې ناروغیو کمولو لپاره د ژمنو نوي کولو په موخه نمانځل کېږي؛ خو په دې وروستیو کې د نړۍ اکثریت هېوادونه د کووېډ-‍۱۹ ناروغۍ له کبله ناوړه اغېزې تجربه کوي او میلیونونه کسان د دغې ناروغۍ له کبله له رواني ستونزو سره مخ شوي دي.

دانش: طالبان قران او سنت د سولې د بین‌الافغاني خبرو د بنسټ په توګه نه مني

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش په کابل کې د خبرو پرمهال وویل، په بین‌الافغاني خبرو کې د طالبانو بې ځایه ضد دغه خبرې له بن بست سره مخ کړې دي.

 دانش د سولې خبرو کې له منځته راغلي وضعیته نیوکه وکړه او ويې ویل، افغان دولت د سولې په خبرو کې د پرمختګ لپاره د قران او سنت وړاندیز وکړ؛ خو طالبانو د قدرت ترلاسه کولو لپاره قران او سنت ته هم شا کړه او د سولې خبرو د بنسټ په توګه یې شریعت هم ونه مانه.

د ملي مالي صندوق د مشرتابه پلاوي او غړي د دغه بنسټ د لغوه کولو د هر اړخیزو څېړنو غوښتنه کوي

د افغانستان ملي مالي صندوق د مشرتابه پلاوي غړيو نن کابل کې یوې اعتراضيه غونډه کې وویل، دغه صندوق شپږ میاشتې وړاندې د ۳۲ میلیونو افغانیو په بودیجې سره د کورنیو او بهرنیو مرستو د جلبولو په موخه د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون د خیریه بنسټ په توګه رامنځته شو. خو اوس د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې د راپور ترخپرېدو وروسته د دغه صندوق فعالیتونه درېدلي.

د بدخشان خواهان ولسوالۍ کې ۲۰ ولسي پاڅون‌کوونکي طالبانو سره يو ځای شوي

د بدخشان سيمه‌ييز مسوولان وایي چې د ياد ولايت خواهان ولسوالۍ کې ۲۰ ولسي پاڅون‌کوونکي طالبانو سره يو ځای شوي دي.

د ياد ولايت امنيې قومندانۍ وايي، ياد شمېر ځواکونه د طالبانو له لوري له کلابندۍ وروسته دوی سره يوځای شوي دي.

د ملکي هوایي چلند ادارې د کام‌ایر الوتکې د ماشین‌اور اخیستو ادعا رد کړه

د ملکي هوايي چلند ادارې یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کام‌ایر هوايي شرکت الوتکې منځ کې د اورښودنې الې هوا کې د ټکان خوړلو له کبله د اور لګېدو غلته نښه ورکړې او دا چاره د خلکو د وارخطایي لامل شوې ده. دغه اداره وایي، الوتکه او سپرلۍ دواړه خوندي دي.