Asset 1SWN

سلام وطندار

د بدخشان خواهان ولسوالۍ کې ۲۰ ولسي پاڅون‌کوونکي طالبانو سره يو ځای شوي

بدخشان-owpg8iyjjq8hekbumthutp8mtrlfr4ezef11rnujkk

 

د بدخشان سيمه‌ييز مسوولان وایي چې د ياد ولايت خواهان ولسوالۍ کې ۲۰ ولسي پاڅون‌کوونکي طالبانو سره يو ځای شوي دي.

د ياد ولايت امنيې قومندانۍ وايي، ياد شمېر ځواکونه د طالبانو له لوري له کلابندۍ وروسته دوی سره يوځای شوي دي.

د بدخشان د امنيې قومندانۍ وياند ثناالله روحاني وايي،  طالبانو له څو ورځو راهيسې خواهان ولسوالۍ کې بريدونه پيل کړي او دوی له يادې ولسوالۍ سره هېڅ ډول اړيکه نه‌لري.

خو د طالبانو يو وياند ذبیح‌الله مجاهد د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې چې د بدخشان خواهان ولسوالۍ «حوض شاه» سيمه کې ۵۱ پوليس او ولسي‌پاڅون‌کوونکي له دوی سره يوځای شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام