د افغانستان ملي مالي صندوق د مشرتابه پلاوي غړيو نن کابل کې یوې اعتراضيه غونډه کې وویل، دغه صندوق شپږ میاشتې وړاندې د ۳۲ میلیونو افغانیو په بودیجې سره د کورنیو او بهرنیو مرستو د جلبولو په موخه د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون د خیریه بنسټ په توګه رامنځته شو.

خو اوس د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې د راپور ترخپرېدو وروسته د دغه صندوق فعالیتونه درېدلي.

د دغه بنسټ د مسوولینو په خبره، د افغانستان ملي مالي صندوق د ولسمشرۍ ماڼۍ د حکم پر بنسټ رامنځته شوی او لغوه کول یې هم باید د حکم پر بنسټ وي، نه د شفاهي راپورنو او لارښوونو پر بنسټ.

د افغانستان ملي مالي صندوق د مشرتابه پلاوي غړې شګوفې حمید د دغه بنسټ د اعلامیې په لوستلو سره وويل، د چارو ادارې د افغانستان د ملي مالي بنسټ له همغږۍ پرته، د دغه بنسټ د لغوه کولو راپور ولسمشرۍ ماڼۍ ته استولی دی.

د افغانستان د ملي مالي صندوق کارکوونکي، د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې راپورونه له توطیو ډک بولي او د بې‌طرفه کمیسیون له لوري د هر اړخیزو څېړنو غوښتنه کوي.

ومو غوښتل راپور کې د ولسمشرۍ ماڼۍ او چارو ادارې نظر هم ولرو، خو له پرله‌پسې اړیکو سربېره بریالي نه‌شوو.

خو د افغانستان د ملي مالي صندوق اعلامیه کې چې په کې د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون ته یو مکتوب استول شوی، درېیم بند کې یې راغلي چې ولسمشر غني د دغې ادارې حقوقي چوکاټ او کاري لایحې په اړه لارښوونه ورکړې؛ خو د چارو ادارې د افغانستان د ملي مالي صندوق د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام