Asset 1SWN

توماس نېکلاسن پاکستاني چارواکو سره لیدنه کې: ا.ا دې ټول‌ګډونه حکومت جوړ کړي

FOCyaIDXoAAqbAz

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن پاکستاني چارواکو سره د لیدنې پر مهال د سیمه‌ییزې همکارۍ او افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه زیاتې کړې چې اروپايي ټولنه د افغانانو ترڅنګ ولاړه ده او په وینا یې، دا مهال د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل د دوی په اجنډا کې نشته.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکی جمعه‌خان پویا وايي چې د افغانستان په تړاو د دغه ډول بهرنیو چارواکو سفرونه دا پیغام ورکوي چې نړۍ او افغانان د اسلامي امارت له اوسنیو کړنو سره همغږي نه‌دي.

د نوموړي په وینا: «نړیواله ټولنه په څو موضوعاتو سره همغږې ده، یو افغانستان کې د ښځو حقونه په رسمیت پېژندل، دویم، د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدل چې د ټولو قومونو استازي په‌کې ګډون ولري. درېیم، د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانېستل.»

بل‌خوا بیا د سیاسي چارو کارپوه محمدزلمی افغان‌یار وايي، که نړیوال په رښتیا افغانستان کې سوله او ثبات غواړي، د خپل شلن کلن حضور پر مهال به یې دغه کار کړی وو.

د نوموړي په وینا، د توماس نېکلاسن او نورو چارواکو دغه ډول سفرونه اسلامي امارت ته یو پیغام رسوي، «که د خبرو او تعامل دروازې وتړئ، موږ نورې لارې هم لرو.»

په همدې حال کې اسلامی امارت ته نږدې کس محمدبشار وايي، نړیوال دې له افغانستانه بهر د ناستو او غونډو پر ځای افغانستان کې له اسلامي امارت سره مخامخ خبرې وکړي.

نوموړي وویل: «زه په دې باور یم چې اروپا او امریکا خپل وخت ضایعې کوي او فرصت له لاسه ورکوي او اسلامي امارت سره رسمي تعامل ته نه داخلېږي. فشار پایله نه ورکوي او نړیواله ټولنه د پلمې په لټه کې ده. زه فکر کوم چې دوی له افغانستان او اسلامي امارت سره سړې جګړه کې دي.»

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

وروسته له هغې چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، نړیوالې ټولنې او ملګروملتونو د سیمې او نړۍ په کچه یوشمېر لویې غونډې کړي او هڅه یې کړې، څو اسلامي امارت یوه ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو ته اړ کړي، خو لیدل کېږي چې لا په خپلو دغو هڅو کې نه دي بریالي شوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام