د کابل امنیه قوماندان جمشېد توتاخېل نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، یوه څلورکسیزه مافیايي ډله چې د کابل په ګډون یې په یوشمېر نورو ولایتونو کې جنايي فعالیتونه کول له منځه وړې ده. توتاخېل وايي، د دغه بانډ غړیو له لسو ډېر جنايي جرمونه کړي دي.
د نوموړي په وینا، پرون یې د کابل ښار په لسمه امنیتي حوزه کې د دغې څلورکسیزې ډلې پر وړاندې عملیات وکړل او د هغو د مشر روحان پغمان په ګډون یې درې غړي له یو ساعت نښتې وروسته ووژل او یو بل یې ونیوه.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
جمشېد توتاخېل وايي، روحان پغمان شپږ کاله مخکې خپله مېرمن، اوښی او خواښې ووژل او دغه راز یې څو صرافان او مشران هم تښتولي او بیا یې په بېرحمانه توګه وژلي دي.
د مسوولانو په وینا، امنیتي ځواکونو په دغو عملیاتو کې څلور میله مډرنې وسلې، لاسي بمونه او ځینې نور مهمات هم ترلاسه کړي دي.