کندوز کې د جګړو له امله ۲۰۰۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوي

نږدې دوه میاشتې کېږي چې کندوز کې سخته جګړه روانه ده او په دې موده کې زرګونه کورنۍ د جګړو له امله د دغه ولایت له ولسوالیو او لرو پرتو سیمو د کندوز ښار ته بې‌ځایه شوي او د دغه ولایت  د هوايي ډګر پر سړک د خېمو لاندې شپې او ورځې سبا کوي.

کابل کې د مافیايي ډلې درې غړي وژل شوي او یو بل نیول شوی

د کابل امنیه قوماندان جمشېد توتاخېل نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، یوه څلورکسیزه مافیايي ډله چې د کابل په ګډون یې په یوشمېر نورو ولایتونو کې جنايي فعالیتونه کول له منځه وړې ده. توتاخېل وايي، د دغه بانډ غړیو له لسو ډېر جنايي جرمونه کړي دي.

هرات کې د طالبانو پر ضد د خلکو «الله اکبر» ناره او د افغان ځواکونو پرمختګ

بېګاه شپه د هرات ښار اوسېدونکي د خپلو کورونو بامونو ته پورته شول او د «الله اکبر» نعارو په وهلو سره یې له امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. د هرات ښار اوسېدونکو د الله اکبر نعارو په پورته کولو سره، طالبانو ته دا پیغام ورساوه چې هرات کې د دوی لپاره ځای نشته او دغه ښار دوی نه شي زغملی.