Asset 1SWN

د سیګار راپور ته د ا.ا غبرګون؛ «امریکا ممکن یو ځل بیا سیمه بې‌ثباته کړي»

1-3

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار په یوه راپور کې ویلي چې ا.ا له سختو امنیتي ګواښونو سره مخ دی.

سیګار په دې راپور کې د مقاومت جبهه، داعش او القاعدې په څېر وسله‌والې ډلې د ا.ا لپاره یو ګواښ بللی او ټينګار یې کړی چې دې چارې د سیمې هېوادونه له خطر سره مخ کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد بیا په یوې خبرپاڼه کې د سیګار دې راپور ته غبرګون ښودلی او هغه یې پروپاګند بللی دی. خبرپاڼه کې ویل شوي چې امریکا ښايي د دا ډول راپورونو په خپرولو سره سیمه کې د بې‌ثباتۍ په لټه کې وي.

د دې خبرپاڼې په یوې برخه کې راغلي: «داچې له اوسني امنیت او ثبات سره سره امریکا بیا څه ستونزه لري چې دا ډول تشویشونه خپروي؟ پروپاګند کوي؟ یا د داعش غوندې شومو پدیدو ته په کمپاین بوخته ده؟ او یاهم زموږ ګاونډي او نږدې هېوادونو ته تشویش ور اچوي؟ ښايي چي دا په امریکا کې د ځینو خاصو کړیو خپل‌سرې کړنې وي او یا دا چې امریکا بیا غواړي چې سیمه بې ثباته، بي امنه او ناکراره کړي، ترڅو په دې ډول له افغان ولس څخه د خپلې ماتې کسات واخلي.»

د ا.ا سرپرست حکومت داسې مهال د سیګار راپور پر وړاندې غبرګون ښيي چې د ا.ا واکمنېدو راهیسې، د داعش خراسان څانګې افغانستان کې جدي د امنیت ضد فعالیتونه لرلي او تر ټولو تازه مورد کې یې بدخشان ولایت کې بریدونه ترسره کړي.

په ورته وخت کې د نظامي چارو شنونکي په دې باور دي چې داعش ډله به راتلونکې کې د افغانستان امنیت پر وړاندې په جدي ګواښ بدله شي او په همدې دلیل سرپرست حکومت باید دغې ډلې سره د مبارزې لپاره خپله کړنلاره کې جدي ووسي.

د نظامي چارو شنونکي اسدالله ندیم په دې اړه وویل: «ا.ا که ټول‌ګډونه حکومت رامنځته کړي او نړیوال سره خپلې اړیکې ښې‌ کړي، کولای شي، داعش ګواښ له‌منځه یوسي، دې وضعیت کې ا.ا وسلې او تجهیزات لري، د وخت په تېرېدو زړېږي او د پوځي تجهیزاتو له مجوز پرته ساتنه نشي کولای او یا هم پېرلی یې نه‌شي، څو ګواښونو ته رسېدنه وکړي.»

په دې وروستیو دوو کلونو کې افغانستان کې دوه ډوله تروریستي ډلو څخه اندېښنې مطرح شوي.

لومړی د داعش په څېر ډلې چې د اسلامي امارت لومړۍ شمېره دښمن هم بلل کیږي او دویم ډول یې د القاعدې په څېر نورې ډلې دي چې اسلامي امارت ورسره اړیکه لري او د دغو دوو ډلو پیاوړي کېدو په اړه همیشه د نړیوالو له لوري رپوټونه خپاره شوي.

دې ټولو سربېره، د نظامي چارو شنونکي افغانستان کې د ترهګرۍ له‌منځه وړو لپاره د نړیوالو پر نامعلومه کړنلاره نیوکه کوي.

د نظامي او سیاسي چارو شنونکي یوسف امین ځاځي په دې اړه داسې وویل: «افغانستان کې د ترهګرۍ رامنځته کېدو بهرنیو او د سیمې هېوادونو رول درلود، نو د ترهګرۍ مسله ګونګه ده او رامنځته کوونکی یې نه افغانستان بلکې منځنۍ اسیا کې هم معلوم نه دی.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د سیمې په ځانګړې توګه هغو هېوادونو چې ا.ا سره نسبتآ ښې اړیکې لري، څو ځله افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښونو څخه اندېښنې ښوولي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام