د اقلیمي بدلون له امله د هوا ګرمېدو سره هم‌مهاله د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولان وايي چې افغانستان کې په منځنۍ کچه د حرارت درجه له تېرو څو کلونو راهیسې د لوړېدو په حال کې ده.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي بدلون رییس روح‌الله امین سلام‌وطندار ته وايي چې د بودیجې کمښت او د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې اړوند د ۳۲ پروژو ځنډول لامل شوي چې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د افغانستان د زیانمنېدو کچه لوړه کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «د حرارت درجې لوړېدل، دوامداره وچکالي، د سېلابونو راوتل او د ځنګلونو له‌منځه تلل د اقلیمي بدلون له جدي پیغامونو څخه دي چې موږ ترې اغېزمن یوو. زموږ د راپورونو له مخې، له ۱۳۲۹ هجري لمریز کال راهیسې هېواد کې د تودوخې درجه تراوسه ۱.۸ درجې لوړه شوې. زموږ وړاندیز دا دی، که ګډ اقدام ونه‌شي، راتلونکو کلونو کې به وچکالي په یوه جدي ستونزه بدله شي.»

بل‌خوا کندوز او جوزجان کې یو‌شمېر کروندګر وايي چې د هوا ګرمېدو او اوبو کمښت له امله کښتونه وچ شوي او ځینې حاصلات یې سوځېدلې دي.

د کندوز د دشت‌ارچي ولسوالي اوسېدونکي محمدګل سلام‌وطندار ته وویل: «کندوز کې هوا ډېره ګرمه ده. ما رومي او بامیه کرلې، اوبه نشته او دا حاصلاتو مو له لاسه تللي، ټول شته مو همدا حاصلات وو، له دې لارې مې کورنۍ ته خواړه برابرول، خو له بده‌مرغه چې د ګرمۍ له امله له‌منځه لاړل او موږ زیانمن شو.»

په همدې حال کې د کابل ښار یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې د اوړي موسم کې د برښنا او نورو امکاناتو نشتون له امله به ګرمي د خلکو ستونزې دوه برابره کړي.

د کابل د نوي ښار اوسېدونکي عبدالله وویل: «څو ورځې کېږي چې هوا ګرمه ده، اوس هم وینو چې برښنا نشته، کولر یا پکه بنده ده. امکانات چې باید وای، نشته، موږ اړ یو چې سولر یا جنراتور څخه کار واخلو، ځکه ورځ تر ورځې ګرمي زیاتېږي، امکانات نه پسرلي کې شته نه‌ اوړي کې.»

د چاپېریال ساتنې ځینې کارپوهان وايي چې د اقلیمي بدلون له امله د پېښېدونکو زیانونو سره د مبارزې لپاره اړتیا ده چې د اوبو سرچینې مدیریت شي.

د چاپېریال ساتنې کارپوه عبدالباسط رحماني وویل: «د هوا ګرمېدل او اقلیمي بدلون ورځ تر بلې په یوې ننګونې بدلېږي. د بوټو د راټوکېدو کمښت، له غازاتو او له اندازې زیات له اوبو استفاده، هغه عوامل دي چې د ځمکې تودوخې باندې اغېز لري. هېوادونه د اغېزمنو پروګرامونو په پلي‌کېدو سره اقلیمي بدلون مدیریتولی شي.»

د اوبو او انرژۍ وزارت څه موده وړاندې اعلان کړی و چې د هوا ګرمېدو له امله به د روان کال سرطان او زمري میاشتو کې د طبیعي یخچالونو او واورو د ویلي‌کېدو لامل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، د دې شونتیا شته چې ۵۰۰۰-۴۰۰۰ مټره لوړ طبیعي یخچالونه د ګرمۍ له امله سقوط وکړي او د هېواد په ځینو سیمو کې پراخ سېلابونه راووځي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام