واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته، ګن‌شمېر هېوادوالو کډوالۍ ته مخه کړه او د پاکستان، ایران او ترکیې پر لوري وغوځېدل.

دغو هېوادونو ته له تلو وروسته، اوس افغان کډوال له ګڼو ننګونو او ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. دوی په یادو هېوادونو کې د توکو له لوړې بیې او د کار په بدل کې د لږو پیسو د ورکړې سربېره، د پولیسو له ناوړه چلن څخه شکایت کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ایران کې یو‌شمېر افغان کډوال له سلام‌وطندار سره په خبرو کې وايي چې د دغه هېواد د پولیسو له ناسم چلن څخه پوځې ته راغلي دي.

دوی زیاتوي چې ایراني پولیس په بېلابېلو پلمو له افغان کډوالو څخه پیسې اخلي او په دې وروستیو کې یې د پېژندپاڼې د کارټونو وېش په پلمه ګڼ‌شمېر کډوال نیولي دي.

ایران کې افغان کډوال مختار سلام‌وطندار ته وايي: «له افغان کډوالو سره د ایراني پولیسو چلن خورا ناوړه دی. د شپې له‌خوا د کډوالو کوټو ته ورځي او باج ترې اخلي. ګواښي یې او ورته وايي چې درې، څلور میلیونه تومان راکړه، ګنې ډيپوټ کوو دې.»

په ورته مهال ترکیه کې هم ګڼ‌شمېر افغان کډوال له پراخو ستونزو سره مخ دي. دوی وايي، د ترکیي پولیسو له وېرې نه‌شي کولای، په ازاده توګه کار وکړي او کله چې ونیول شي، تر ډېرو وهلو ډبولو وروسته افغانستان ته ګرځول کېږي.

عبدالقدیر چې په تازه‌ګۍ سره یې ترکیې ته کډوالي کړې، وايي، د دغه هېواد امنیتي سرتیري کډوال وهي او ‌ټکوي یې او  نه‌شي کولای په ازاد توګه کار وکړي.

پاکستان کې هم هغه افغانان چې د کډوالۍ دوسیو ته یې د لاسرسي لپاره دغه هېواد ته ورغلي، میاشتې کېږي چې له بې‌برخلیکه وضعیت سره مخ دي.

مسعود یو له دغو افغان کډوالو دی چې په دې وروستیو کې پاکستان ته تللی. نوموړی وايي، میاشتې کېږي چې دغه هېواد کې افغانان له نامعلوم وضعیت سره مخ دي او د خپلو دوسیو د وروستي کېدو په تمه دي.

وموغوښتل چې په ایران، پاکستان او ترکیې کې د افغان کډوالو وضعیت په تړاو د اسلامي امارت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نظر هم ولرو، خو له ډېرو اړیکو سربېره پرې بریالي‌ نه‌شو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا داسې مهال دی چې هر کال ګڼ‌شمېر افغانان د لوږې او وزګارتیا له امله نورو هېوادونو ته کډوالي کوي، خو ځینې یې د موخې هېوادونو ته رسېږي او پاتې یې د ستونزو ګاللو ترڅنګ، بېرته افغانستان ته راګرځول کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام