Asset 1SWN

میدان وردګ کې يوه پوليس خپل ۴ ملګري وژلي

324075_175231069275680_1029257998_o-p5lt2qjuwzdrz1044m3z0wzlrbbocf0ibkev7p1ndg

په ميدان وردګ ولايت کې يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته وويل چې د طالبانو یوه نفوذي کس بېګاه شپه د دغه ولایت د مرکز ميدانښار اړوند په چهاربند امنيتي پوسته کې خپل ۴ ملګري وژلي او له وسلو او مهماتو سره وسله‌والو ته ورغلی دی.

سرچينه زياتوي، دا پېښه د طالبانو یوه نفوذي کس له لوري چې خپله هم پولیس و، شوې او په خپلو ملګرو یې ډزې کړې دي.

وسله‌والو طالبانو د دغه برید مسووليت پر غاړه اخیستی او ادعا یې کړې چې د چهاربند امنيتي پوسته یې نیولې او ټول سرتېري يې وژلي دي.

د طالبانو نفوذي کسانو تر دې وړاندې یوازې په لسو ورځو کې په کندوز، تخار، بادغېس او غور ولایتونو کې خپل نهه ملګري وژلي او له وسلو او مهماتو سره یوځای طالب ډلې ته ورغلي وو.

نظامي کارپوهان وایي، د وسله‌والې مخالفې ډلې د نفوذي کسانو بریدونه او د هېواد د امنیتي ځواکونو په لیکو کې یې د ځای پر ځای کولو څرنګوالی هغه ننګونه ده چې تل یې افغان حکومت ګواښلی او په‌کار ده چې په دې برخه کې لا جدي کار وشي.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویلي، د سرتېرو د جلب او جذب د روڼتیا او اصلاحاتو په پایله کې د وسله‌والو طالبانو د نفوذي کسانو بریدونه کم شوي دي.

د نوموړي په وینا، یوشمېر هغو نفوذي کسانو چې وړاندې یې د پولیسو لیکو ته لاره پیدا کړې، دا ډول جنایتونه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام