افغان ځواکونو پر کابل پوهنتون د برید یو بل طراح نیولی

د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وایي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو اچین ولسوالۍ کې عملیات کړي چې پر مهال يې د داعش ډلې غړی حضرت‌علي مشهور په ابوسعید اعظم له دوو نورو شکمنو کسانو سره یو ځای نیولی.

د نوموړي په وينا، نیول شوي کس د کابل پر پوهنتون د ډله‌ییز برید طرحه کولو ترڅنګ د داعش ډلې مشرانو او ان عراق، سوریې او بلجیم هیوادونو کې د داعش غړو سره اړیکې درلودې.

«پر کابل پوهنتون د بريد طراح ونيول شو»

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، پر کابل پوهنتون د بريد طراح يې نيولی دی. نوموړي پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، پر کابل پوهنتون د برید طراح عادل د محمد عارف زوی د پنجشېر اوسېدونکی دی چې تر درېیم ټولګي پورې یې د شرعياتو  پوهنځی لوستی دی.

صالح: پر کابل پوهنتون بریدګرو خپلې ګوتې په لاسي بمونو الوځولي

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، پر کابل پوهنتون د شوي برید په تړاو یې نوې موندنې ښيي چې ترهګرو تر برید وروسته خپلې ګوتې پرې کړي او لاسونه یې په بمونو الوځولي دي. نوموړی وايي، دغه کار ښيي چې ترهګر پوهول شوي وو چې د نه پېژندګلوۍ لپاره یې باید د ګوتو ثبوت پاتې نه شي او له منځه یې یوسي.

پر کابل پوهنتون بريد؛ محصلانو دوه ورځې وروسته بېرته درسونه پيل کړل

د کابل پوهنتون رهبرۍ اعلان وکړ چې د درسونو د ځنډ مخنيوي لپاره یې د پوهنتون درسونه نن بېرته پيل کړل.

کابل پوهنتون پر خپله فېسبوک‌پاڼه کې په خپره شوې اعلاميه کې ويلي چې د پوهنتون د بيا پرانيستو پرېکړه  د ولسمشر محمد اشرف غني په لارښوونه د لوړو زده‌کړو وزارت، د کابل پوهنتون د رهبرۍ د غړيو او امنيتي چارواکيو سره په ګډه ناسته کې شوې ده.

صالح: پر کابل پوهنتون او امريکايي پوهنتون بريدونه سره ورته وو چې طالبانو کړي

د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، پر کابل پوهنتون د برید په اړه لومړنۍ پلټنې او ارزونې ښيي چې ياد بريد طالبانو کړی دی.

امرالله صالح نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه ليکلي چې دا برید بې له چون او چرا د کابل پر امریکايي پوهنتون د طالبانو له بريد سره ورته والی لري چې طالبانو کړی و.

پر کابل پوهنتون د بريد پای؛ ۱۹ کسان ووژل شول او ۲۲ ټپيان شول

د کورنیو چارو وزارت وایي، پر کابل پوهنتون وسله‌وال برید تر ۶ ساعته نښتې وروسته د ۳ بريدګرو پر وژل کېدو پای ته ورسېد. د ياد وزارت وياند طارق ارين وايي، دغه بريد ‌کې ۱۹ کسان ووژل شول او ۲۲ نور ټپيان شول.

نن سهار شاوخوا ۱۱ بجې پر کابل پوهنتون وسله‌وال بريد وشو او ترهګرو پر محصلانو ډزې پيل کړې.