د کابل پوهنتون رهبرۍ اعلان وکړ چې د درسونو د ځنډ مخنيوي لپاره یې د پوهنتون درسونه نن بېرته پيل کړل.
کابل پوهنتون پر خپله فېسبوکپاڼه کې په خپره شوې اعلاميه کې ويلي چې د پوهنتون د بيا پرانيستو پرېکړه د ولسمشر محمد اشرف غني په لارښوونه د لوړو زدهکړو وزارت، د کابل پوهنتون د رهبرۍ د غړيو او امنيتي چارواکيو سره په ګډه ناسته کې شوې ده.
د کابل پوهنتون اعلاميه کې ويل شوي چې د لا ډېرو امنیتي تدابيرو نيولو لپاره اړين ګامونه پورته شوي دي.
همداراز ويل شوي چې د نجونو او هکانو لیليې هم بېرته پرانيستل شوې دي او هغه کسان چې په ليليه کې اوسېدل کولای شي بېرته ليليې ته ورشي.
د تېرې دوشنبې ورځې له برید وروسته د یوې ورځې لپاره کابل پوهنتون دروازې تړل شوې وې؛ خو نن بېرته محصلان او استادان پوهنتون ته راګرځېدلي.
د دوشنبې په ورځ سهار شاوخوا ۱۱ بجې پر کابل پوهنتون وسلهوال بريد وشو او ترهګرو پر محصلانو ډزې پيل کړې. د شمېرو له مخې، په دې بريد کې ۲۲ کسان ووژل شول او شاوخوا ۴۰ ټپيان شول؛ خو عيني شاهدان وايي، د مرګژوبلې شمېرې لوړې دي.
له دې سره د سلاموطندار خبرياله مارينا احمديار وايي، نن د کابل پوهنتون فضا سړه او ارامه وه؛ خو نن له هر وخت دروازو کې ډېر امنیتي ځواکونه ولاړ وو.
د یاد پوهنتون محصلان وايي، دا بریدونه د افغان نسل د زدهکړو مخه نه شي نیولی.
د ياد پوهنتون د برید په غبرګون کې کابل، پکتیا، هلمند او ځینو نورو ولایتونو کې محصلانو، د مدني ټولنې فعالانو او دیني عالمانو لاریون کړی او د سولې غوښتنه يې کړې ده.