یوشمېر نجونو زدهکړیالانو نن (سهشنبه، تلې ۲۶مه) د کابل پوهنتون له لیلیې څخه د دوی د شړلو له امله د یاد پوهنتون د دروازې مخې ته اعتراض کړی دی.
اعتراض کوونکو له ځان سره د «تحصیل، زموږ سره کرښه ده»، «موږ یې د لوستلو په جرم له پوهنتون وشړلو» شعارونه لېږدول.
اعتراض کوونکې ښځې وايي، اسلامي امارت پرته له کوم قانوني دلیل د کابل پوهنتون یوشمېر زدهکړیالانې «د هزارګانو د نسلوژنې» په اړه لاریونونو کې د ګډون له امله د یاد پوهنتون له لیلیې شړلې دي.
اعتراض کوونکو د یوه پرېکړهلیک په لوستلو سره ټولګیو ته د زدهکړیالانو د بېرته ورګرځېدو غوښتنه کوله.
په پرېکړهلیک کې راغلي: «زدهکړه د خلکو اسلامي حق دی. په یوه او بله پلمه د نجونو زدهکړیالانو شړل انساني او شرعي اړخ نه لري.»
په ورته مهال د پرېکړهلیک په یوې بله برخه کې له اسلامي امارت غوښتنه شوې چې د کابل پوهنتون څخه شړل شویو زدهکړیالانو برخلیک په اړه دې بیاکتنه وشي او پوهنتون او لیلیې ته یې د بېرته ورګرځېدو زمینه برابره کړي.
اعتراض کوونکو همداراز هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکوونکو د ښوونځيو د پرانېستلو غوښتنه هم وکړه.