پر کابل پوهنتون بريد؛ صالح او ۴ امنیتي مسوولان ولسي جرګې ته ورغوښتل کېږي

د ولسي جرګې غړيو پر کابل پوهنتون د دوشنبې برید او کابل ښار کې د ناامنیو زیاتېدو په تړاو پرېکړه وکړه چې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د ملي امنیت سرپرست احمد ضیا سراج، د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد او د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود انداربي به د راتلونکې شنبې په ورځ جرګې ته وروغواړي.

پر کابل پوهنتون د بريد په تړاو د درېیمې امنیتي حوزې ۱۳ مسوولان څارنوالۍ ته معرفي شول

د کابل امنيې قومندانۍ وايي، د کابل پوهنتون برید په تړاو يې د کابل ښار د درېیمې حوزې۱۳ امنیتي مسوولان چې د ياد پوهنتون امنيت ورپه غاړه و، څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

له کابل امنيې قومندانۍ نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د درېيمې امنيتي حوزې د پوليسو مسوولان يې د کابل پوهنتون امنیت ساتلو کې د غفلت له کبله له دندو لرې کړي او څارنوالۍ ته يې معرفي کړي دي.

د امريکا د جمهوري رياست ټاکنې

د ټاکنيزو کالجونو د رايو پر بنسټ تر اوسه پورې د ډيموکراټ ګوند نوماند جوبايډن ۲۳۸ رايې لاس ته راوړې دي. د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ بيا ۲۱۳ الکټرال رايې اخيستي دي. دغه شمېرې د تغير په حال کې دي.

کندهار کې وروستۍ جګړې؛ ۴۸ ښوونځي تړل شوي

د کندهار ولايت د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسوول نظر محمد صمیمي له سلام‌وطندار سره خبرو کې وويل چې د وروستيو جګړو له کبله ۴۸ ښوونځي تړل شوي دي.

صميمي وايي، له تېرو ۲ اوونیو راهیسې د کندهار په څلورو ولسوالیو کې جګړو زور اخیستی چې له کبله یې ۲۴ ښوونځي په پنجوايي،۱۳ په ارغنداب،۱۰په ژېړۍ او ۱۰ښوونځي هم په میوند ولسوالۍ کې تړل شوي دي.

پر کابل پوهنتون بريد؛ محصلانو دوه ورځې وروسته بېرته درسونه پيل کړل

د کابل پوهنتون رهبرۍ اعلان وکړ چې د درسونو د ځنډ مخنيوي لپاره یې د پوهنتون درسونه نن بېرته پيل کړل.

کابل پوهنتون پر خپله فېسبوک‌پاڼه کې په خپره شوې اعلاميه کې ويلي چې د پوهنتون د بيا پرانيستو پرېکړه  د ولسمشر محمد اشرف غني په لارښوونه د لوړو زده‌کړو وزارت، د کابل پوهنتون د رهبرۍ د غړيو او امنيتي چارواکيو سره په ګډه ناسته کې شوې ده.

صالح: پر کابل پوهنتون او امريکايي پوهنتون بريدونه سره ورته وو چې طالبانو کړي

د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، پر کابل پوهنتون د برید په اړه لومړنۍ پلټنې او ارزونې ښيي چې ياد بريد طالبانو کړی دی.

امرالله صالح نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه ليکلي چې دا برید بې له چون او چرا د کابل پر امریکايي پوهنتون د طالبانو له بريد سره ورته والی لري چې طالبانو کړی و.