ننګرهار کې د بزګر ورځې نمانځنې سره هم‌مهاله د حکومتي ادارو او خصوصي سکتور په همکارۍ د کورنیو تولیداتو دوه ورځنی نندراتون جوړ شو. د کورنیو تولیداتو دغه نندراتون کې د هېواد بېلا بېلو سیمو کې لسګونه تولید شوي توکي نندارې او خرڅلاو ته کېښودل شوي.

یو شمېر بزګران چې د دې ورځنې نمانځې لپاره راټول شوي وایي، خوښ دي چې یوه ورځ یې په یاد خلک راټولېږي؛ خو غواړي حکومت ورسره د کرنې سکټور په پیاوړتیا کې مرستې وکړي.

دوی وویل، د کرنې د ودې لپاره باید حکومت د اصلاح شویو تخمونو، سرو، کرنیزو وسایلو او مارکيټ پیدا کولو په برخه کې ورسره پوره ملاتړ وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 اخوا صنعتکاران وایي، که څه هم کارونه یې د پخوا په څېر چټک نه‌ دي خو بارو یې دا دی، که د بازار موندنې برخه کې ورسره مرسته وشي، له بهر څخه په واردېدونکو توکو ګمرکي تعرفې لوړې شي، نو د کارونو پرمختګ ته یې هیله شته.

د یو شمېر تولیدونکو شرکتونو استازي هم وایي، له څه مودې راهیسې يې د تولیداتو بازار خراب شوی او د پخوا په څېر پېرېدونکي نه‌لري.

دوی له خلکو غواړي چې د کورني اقتصاد د پیاوړتیا لپاره خپل توکي وکاروي.

ځینې هغه کسان چې دې نندراتون ته راغلي وايي، خوښ دي چې په کور دننه خپل تولیدات لري. دوی له هېوادوالو غواړي، چې د اقتصاد په پیاوړتیا کې ونډه واخلي او بهرنیو هېوادونو کې د تولید شویو توکو پر ځای دې د خپل هېواد تولید وکاروي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ننګرهار د صنایع او کانونو خونې رئیس تورملنګ وایي، د برېښنا، د صنعتي پارکونو او فابریکو جوړولو او پانګه‌والو ته د اسانتیاوو رامنځ ته کېدو برخه کې ورسره د اسلامي امارت چارواکو ناستې کړي او د ستونزو د حل ډاډ يې وکړی.

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي عبدالستار محمد وویل، دوی بزګرانو ته په بېلابیلو سیمو کې څه باندې اته زره ميتریک ټنه اصلاح شوي تخمونو ورکړې او ځينې نورې مرستې یې هم ورسره کړي. ده وویل، حکومت ژمن دی چې د کرنې ترڅنګ د صنعت د ودې لپاره هم د خصوصي سکټور سره مرسته او ګډ کار وکړي.

افغانستان کې اوسمهال سلګونه فابریکې فعاله دي، چې د ګڼ شمېر اړتیا وړ توکو د تولید ظرفیت لري، خو د دغو توکو لپاره د بازار نشتوالی یې پر وړاندې لویه ننګونه ګڼل کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام