د ننګرهار ولایت اړوند په لعل‌پورې ولسوالي کې د ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله اته ماشومان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

د سیمې اوسېدونکي وایي چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې د دې ولسوالي په دیګانانو سیمه کې د ناچاوده مرمۍ د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سرچینې وایي، پېښه د ورسک ابتدایه ښوونځي مخې ته د پولیو خرڅولو په یوه لاس کاډي کې شوې چې په وینا یې، پولۍ پلرونکي هم په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

خو د سیمې یو بل اوسېدونکی رومان مومند بیا د مرګ‌ژوبلې شمېر لوړ ښایي او وایي چې په دغه پېښه کې نهه ماشومان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
تر اوسه د ننګرهار ځایي چارواکو د دې پېښې د څرنګوالي او په کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه رسنیو سره معلومات نه دي شریک کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د یو‌شمېر نا چاوده توکو د چاودنې له کبله په ورته پېښو کې کوچنیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام