Asset 1SWN

د بُست کلا د نړېدو په اړه د هلمند د فرهنګیانو اندېښنې

یییییییییییی

هلمند کې یو‌شمېر لیکوالان، تاریخ‌پوهان او فرهنګ‌پال وايي چې د دغه ولایت د بُست تاریخي کلا او نور لرغوني ابدات د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.

دوی اندېښنه ښيي که د هلمند تاریخي ابداتو ساتنې ته پام ونه شي، را روان ژمي کې به د اورښټونو له کبله ونړېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

تاریخ‌پوه او لیکوال محمداسماعیل شریعتیار سلام‌وطندار ته وویل: چې د افغانستان په ځانګړې توګه د هلمند لپاره د بُست تاریخي کلا او ورڅېرمه نورې تاریخي ابدې ډېر ارزښت لري او باید ساتنه یې وشي.

نوموړي وویل: «دا زموږ تاریخ دی، زموږ هویت دی. موږ چي یو څوک پېژندي د همدې تاریخي ابدو او لرغونو سیمو له مخي مو پېژني، ځکه هغوی پدې پوهېږي چي په دې تاریخي سیمو کي څوک اوسېدل او څه یې کول، په تاریخي لحاظ د هلمند تاریخي بېلوالی او لرغونتوب هم د نور افغانستان سره د همدې تاریخي سیمو له برکته دی. دا که له‌منځه لاړې شي موږ هېڅ یو او هر څه به مو د لاسه ورکړي وي.»

په همدې حال کې د هلمند یو اوسېدونکی خدای نظر له اسلامي امارت غواړي چې د بُست کلا د ساتنې په اړه اقدام وکړي او په وینا یې، دا د افغانستان یو تاریخي ارزښت دی.

نوموړي وویل: «زه ۹۵ کاله عمر لرم. اسلامي امارت باید د دې کلا داسي ساتنه او پالنه وکړي لکه څوک چي خپل شخصي ملکیت ساتي. دا یو تاریخي ارزښت دی او ساتنه یې باید وشي.»

بل‌خوا د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر محمدقاسم ریاض وايي چې اسلامي امارت په پام کې لري چې دغه ولایت کې د تاریخي ابداتو د بیارغونې نیمګړې پروژې بېرته پیل کړي.

نوموړي وویل: «تاریخي ابدات له غصب څخه ژغورل شوي او لاهم  د ژغورلو هڅې روانې دي. اسلامي امارت پلان لري چي د دې تاریخي ابدو د پاته بیارغنیزو پروژو کارونه د اړونده شرکتونو له‌خوا بیا پیل کړي او د دې تر څنګ د تاریخي ابداتو د ساتني په موخه یو لړ استنادي دیوالونه هم په پام کي دي.»

د بُست کلا د نړېدو په اړه اندېښنې داسې مهال دي چې د مخکیني جمهوري نظام پر مهال د یادې کلا د بیارغونې لپاره ۱۴ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې وې چې کارونه یې د ملي پراختیا شرکت له لوري پرمخ وړل کېدل.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو د اسلامي امارت تر بیاواکمنېدو راهیسې د یادې کلا د بیارغونې کارونه په بشړه توګه او د نورو څلور تاریخي ابدو د بیارغونې کارونه بیا ۸۰سلنه نیمګړي پاتي چې د بیا پیلېدو په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام