د هېواد په لوېدیځ لرغوني هرات ولایت کې د کاشي‌جوړولو کارخونه چې څو سوه کاله مخینه لري او پر کاشیانو د خطاطۍ او رسامۍ سربېره، په بېلابېلو هنري برخو کې فعالیت کوي، چارواکي یې وايي چې د دغه ولایت  د رسامۍ او خطاطۍ په برخه کې یو‌شمېر وتلي هنرمندان په دندو ګوماري.

بشیراحمد چې ۳۵ کاله کېږي، د هرات کاشي جوړولو کارخونه کې کار کوي، وايي چې هغه تر ډېره د معرقو کاشيانو په برخه کې کار کړی دی. هغه وویل، «تقریبا ۳۵ کاله کېږي چې دلته کار کوم، دا یو ډېر اوږد تاریخ لري، لکه څنګه چې استادان وايي، دغه د کاشي جوړولو کارخونه ۸سوه کاله مخینه لري، د معرقې کاشي کارۍ کار نه یوازې هرات، بلکې ټول افغانستان کې کېږي. د هرات جومات چې ګورئ، شاوخوا ۸۰ سلنه په کې معرقه کاشي کارول شوې.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک‌ وڅارئ

جلیل‌احمد د هرات بل کاشي کار او خطاط دی. دی وايي، له ماشومتوب څخه یې دغه کار سره مینه درلوده او د دغه ولایت د کاشي‌جوړولو کارخونه کې یې په مسلکي توګه کار زده‌کړی دی.

هغه وویل، «مونږ اوس معرقې کاشي‌کارۍ کوو. ګُل، تناب، پاڼې او نور رسامي کوو. په تکو کې راغونډیږي او بیا یې نصب کوو، شا ته یې ګچ کاروو او سیمان په کې تېروو او هغو ځایونو کې چې اړتیا وو، کېښودل کیږي.»

په همدې حال کې د هرات د تاریخي ابداتو د برخې امر زلمی صفا وايي، هغوی دغه ولایت کې د کاشي جوړولو صنعت د مثبت تغییر او پرمختګ لپاره یو‌شمېر مشهورو خطاطانو او هنرمندانو سره لیدلي، څو وکولی شي، هغوی دغه کارخونه کې جذب کړي.

نوموړي وویل، ټاکل شوې د هنرونو د پوهنځي زده‌کوونکي او یو‌شمېر وتلي استادان لکه، جلیل احمد توانان، استاد ولي احمد صبري دغې کارخونې ته جذب کړي، څو وکولای شو چې د پخوانیو کارونو ترڅنګ، د تاریخي ابداتو په برخه کې نور ګټور کارونه هم ترسره کړو.

د هرات د خطاطانو او هنرمندانو د ټولنې مسوول میر بریالی صبري وايي، اړتیا ده چې په دغه برخه کې د هرات د ښوونځي له مشهورو خطاطانو او مسلکي استادانو څخه کار واخیستل شي.

نوموړی زیاتوي چې دغه کارخونه باید هغه استادان پر دندو وګوماري چې د خطاطۍ له بېلابېلو کړنلارو  او د لیک له بېلابېلو ډولونو سره بلد وي، ځکه د هغه په وینا، د تاریخي اثارو په برخه کې دا ډېره ارزښتمنه او اړینه ده چې پخوانی اثار په هماغه شکل بیا ورغول شي.

د سلام‌وطندار پښتو ټویټرپاڼه وڅارئ

د هرات فرهنګي مسوولان همدارنګه وايي، هغوی د خطاطانو او هنرمندانو په ګومارلو سره کولای شي، خپلې کاشۍ، نه یوازې هرات کې، بلکې نورو ولایتونو په ځانګړې توګه د هېواد لوېدیځې حوزې ته واستوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام