د  بُست دغه تدریسي روغتون د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې په خصوصي ډو ل فعالیت کوي. د دغه روغتون مسوولان وايې چې په دغه روغتون کې له درملو پرته نور ټول روغتیايې خدمات  ۲۴ ساعته په وړیا توګه وړاندې کېږي.

د یاد روغتون مسوول زبیر احمد ناصري سلام‌وطندار ته وایي، په هېواد کې روان اقتصادي وضعیت ته په کتو دوی د دغه ولایت اوسېډونکو ته په وړیا ډول بېلابېل روغتیايي خدماتوړاندي کوي .

د ناصري په وینا، پر مرکز سربېره د هلمند له ځینو ولسوالیو څخه هم هره ورځ تر ۳۵۰ نارورغان د درملنې په موخه مراجعه کوي چې په میاشت کې دې روغتون ته د ناروغانو د مراجعې شمېر شاوخوا ۴ تر ۵ زرو ته رسېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وایي: « موږ په دې روغتون کې داخلې، عمومي جراحی، نسايي ولادي، ماشومانو،  ګوش وګلو، د سترګو،  جلدي، او انتاني ناروغانو ته ۲۴ ساعته خدمات وړاندې کوو چې تر۳۵۰ ناروغانو ته په وړیا توګه خدمات وړاندي کوو. ناروغانو ته باکیفیته درمل ورکوو او ترڅنک یې ایکس‌رې، لابراتوار، الټراسونډ،او عاجل اطاق هم وړیا دي.»

په همدې حالې د هلمند ولایت اوسېدونکي هم د دغه روغتون له خدماتو خوښ دي. د نهرسراج اوسېدونکی معاض‌الله چې یاد روغتون ته ناروغان راوستی له نورو خصوصي روغتونو څخه هم غواړي چي د ناروغانو د درملنې په برخه کې له انصاف څخه کار واخلي، ځکه د افغانانو اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی.

هغه وایي: « نهرسراج ولسوالي څخه راغلی یم، زوی مې د عملیات لپاره راوستی، دلته پیسې نه غواړي، نورو ځایونو یې نشم بیولی ځکه د درملنې توان نه لرم، دلته یوازې د درمل پیسې غواړي بس.»

د هلمند ولایت بل اوسېدونکی نقیب‌الله هم وایي: «طبي خدمات په وړیا توګه ترسره کېږي او له بل پلوه د افغانستان په خاص ډول د هلمند خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي. له شخصي روغتونونو نه مې دا غوښتنه ده چې طبي خدمات دې وړیا کړي او یا هم لږې پیسې واخلي.»

په همدې حال کې د هلمند د عامي روغتیا رییس ډاکټر سیداحمد سعید  دیاد روغتون دوړیا روغتیایي خدماتو پر وړاندې کولو خوښي څرګندوي. هغه د دغه روغتون له مسوولانو څخه غواړي چې د هلمند ولایت اوسېدونکو لپاره د لازیاتو روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو  په موخه دې نوي طبي وسایل هم راوړي، څو د هلمند ولایت د ناروغانو درملنې ته پر وخت رسېدنه وشي.

هغه وایي چې بُست تدریسي روغتون د هلمند په کچه ډېر ښه خدمات وړاندې کوي او د عامې روغتیا ریاست سره د روغتیایي خدماتو په برخه کې مرسته کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د هلمند د روغتیایي مسوولانو په وینا، اوسمهال په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۶۹کلینیکونه شته، خو هغه ډول خدمات چې باید خلکو ته وړاندې شوي وی نه دي شوي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام