د هېواد په ځینو ولایتونو کې د یوشمېر ولسوالیو د له لاسه وتلو او د جګړې زیاتېدو په کتو، د ځینو ولایتونو د سقوط په اړه هم اندېښنې ډېرې شوې دي.
په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازیو نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دغه ولایت د طالبانو له لوري کلابند شوی او که حکومت یې ژرترژره پر وړاندې اقدام ونه کړي، له لاسه به ووځي.
په ولسي جرګه کې د هلمند استازې شګوفه نورزۍ وايي، سره له دې چې ۷۰ ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلي، خو حکومت یې د بېرته نیولو لپاره اقدام نه دی کړی. هغه له جګړې پرته د ځینو ولسوالیو خوشې کول د پوښتنې وړ بولي او په خبره یې، ښايي د پردې شا ته کومه پټه معامله شوې وي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هلمند یو بل استازی غلامولي افغان هم وايي چې د امنیتي وضعیت خرابوالی او د حکومت چوپتیا د منلو وړ نه بولي او په وینا یې، ولسمشرۍ ماڼۍ باید ژرترژره په دې برخه کې خپل دریځ څرګند کړي.
- طالبان به د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته سیاسي هوکړې ته لېوالتیا ونه لري
- طالبانو د تخار بهارک ولسوالي په بشپړه توګه نیولې
- د اوربند پای او هلمند کې د طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو د عملیاتو پیل
نوموړی د امنیتي ادارو مسوولان د ولسوالیو د له لاسه وتلو اصلي لامل بولي او په وینا یې، ولسمشر ته د هېواد د امنیتي وضعیت په اړه ناسم راپورونه ورکوي او هغه یې د معلوماتو له تشې سره مخ کړی دی. افغان ټینګار کوي چې حکومت باید د هلمند د له لاسه وتلو مخه ونیسي او په خبره یې، دوی یې هم ترڅنګ ولاړ دي.
د ولسي جرګې یوشمېر نور غړي بیا د ناکاره قوماندانانو ټاکل د ولسوالیو د له لاسه وتلو اصلي لامل بولي او وايي، د یوشمېر ولسوالیو او ولایتونو قوماندانان جګړه نه شي مدیریت کولای.
ومو غوښتل په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم له ځان سره ولرو، خو له هڅو سره-سره بریالي نه شوو.
دا په داسې حال کې ده چې په تېره یوه شپه او ورځ کې اووه ولسوالۍ د دولت له لاسه وتلې دي. د جوزجان مردیان ولسوالي، د تخار بنګي او بهارک ولسوالۍ، د فاریاب خواجه سبزپوش، د فراه پشتکوه، د پکتیا میرزکه او د سمنګان درهصوف ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلې دي.