Asset 1SWN

د هلمند‌-‌کندهار لویه لاره له دوه‌ میاشتني ځنډ وروسته خلاصه شوه

pic (2)

افغان ځواکونو څو ورځې وړاندې د هلمند‌-‌کندهار د لویې لارې خلاصولو لپاره پوځي عملیات پیل کړل او پرون ناوخته یې د خلاصېدو خبر ورکړ.

د هلمند امنیه قوماندان ولي‌جان سرحدي له رسنیو سره د خبرو پر مهال ویلي چې تازه يې یاده لویه لاره خلاصه کړې او امنیتي ځواکونو پرې پوستې اچولې دي.

د نوموړي په وینا، د لارې دواړو خواوو ته يې عملیات کړي او وسله‌وال طالبان يې پر شا تمبولي دي. هغه وايي، امنیتي ځواکونو پر دې لویې لارې سلګونه خښ شوي ماینونه هم اېستلي دي.

د هلمند والي نبي الهام هم ویلي چې طالبانو د کندهارـ‌هلمند ترمنځ پر غځېدلې لارې پلونه، سړک او پلچکونه هم د ماینونو په وسیله له منځه وړي دي.

الهام وايي، د لویو لارو رغولو، پلونو، پلچکونو او سړک بیا جوړونه به د ولایتي ادارې له لوري ترسره شي، څو عامو ولسونو ته اسانتیاوې رامنځته شي.

د هلمند‌-‌کندهار لویه لاره شاوخوا دوه میاشتې وړاندې پر هلمند ښار او ځینو ولسوالیو د طالبانو له وسله‌وال برید وروسته د ټرافيکو پر مخ تړل شوې وه چې اوس بېرته خلاصه شوه.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام