د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د کوچني اختر درې ورځنی اوربند بېګاه دولس بجې پای ته ورسېد. په سوېل کې د پوځ سرتېري وايي، د طالبانو پر وړاندې یې یرغلیز، چاڼیز او د ترهګرۍ ضد عملیات له درې ورځني اوربند وروسته پیل کړي دي.

د ۲۱۵ میوند قول‌اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د لښکرګاه ښار په لوېدیځه څنډه او د ناوې او نهرسراج ولسوالیو کې یې د طالبانو پر وړاندې عملیات پیل کړي دي. د دغه اعلان له مخې، د افغان ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د مارجې ولسوالي لپاره او پر لښکرګاه ښار د طالب ډلې د بریدونو مسوول په ګډون چې د حسیني په نوم یاد شوی، ۲۱ طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

په سوېل لوېدیځ کې د پوځ قومانداني هم ویلي چې یاد کسان د افغان ځواکونو په ۱۰ ساعته عملیاتو کې وژل شوي دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.



دا په داسې حال کې ده چې ارګ بېګاه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر محمداشرف غني په ټول هېواد کې د پوځ له قوماندانو سره په ټیلیفوني خبرې کړي او سپارښتنه یې ورته کړې چې که طالبان جګړې ته دوام ورکوي، پر وړاندې یې بشپړ چمتووالی ونیسئ.

ولسمشر د هېواد په ګوټ ګوټ کې د پوځ له قوماندانو سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال

یادو قوماندانانو ولسمشر غني ته ډاډ ورکړی چې که طالبانو اوربند ونه کړ او جګړې ته یې دوام ورکړ، د هېواد په هره برخه کې به یې وځپي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

افغان دولت او طالب ډلې د کوچني اختر په درې ورځو کې اوربند کړی و. که څه هم د دواړو له لوري اوربند عملي شو، خو یوشمېر ولایتونه په دغو درې ورځو کې هم د خونړیو پېښو شاهدان وو. د اختر په لومړۍ ورځ په کندهار، کندوز او غزني کې چاودنو ۱۱ کسان ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل. د اختر په دویمه ورځ بیا د کابل شکردرې ولسوالي په یوه جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال چاودنه وشوه چې له کبله یې ۱۲ کسان ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام