طالبانو دایکندي کې د استوګنې کورونه په بمونو الوزولي

د دایکندي ولایت د پاتوی سیمې اوسېدونکي چې د جګړو له امله د دغه ولایت مرکز نیلي او یو‌شمېر امن ولسوالیو ته بې‌ځای شوي وایي چې وسله‌والو طالبانو د دغې ولسوالي د سرتګاب سیمې له نیولو وروسته د دوی کورونه په بمونو الوزولي او مړي یې له قبرونو راویستلي دي.

د هلمند د له لاسه وتلو په اړه د دغه ولایت د وکیلانو اندېښنې

د هېواد په ځینو ولایتونو کې د یوشمېر ولسوالیو د له لاسه وتلو او د جګړې زیاتېدو په کتو، د ځینو ولایتونو د سقوط په اړه هم اندېښنې ډېرې شوې دي.
په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازیو نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دغه ولایت د طالبانو له لوري کلابند شوی او که حکومت یې ژرترژره پر وړاندې اقدام ونه کړي، له لاسه به ووځي.

طالبان به د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته سیاسي هوکړې ته لېوالتیا ونه لري

د ملي روغې جوړې شورا رییس عبدالله عبدالله په ترکیه کې د انتالیا د ډیپلوماسۍ په عمومي غونډه کې ویلي چې طالب ډله له نظامي لارې وړاندې ځي او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به له افغان حکومت سره سیاسي هوکړې ته لېوالتیا ونه لري. هغه د سولې خبرواترو پر ځای، پر نظامي لارې د طالبانو ټینګار ته په اشارې خبرداری ورکوي چې په دغه کار سره به یې ناسمه محاسبه کړې وي.

طالبانو د تخار بهارک ولسوالي په بشپړه توګه نیولې

په تخار ولایت کې یوه باوري سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، سلام‌وطندار ته وايي چې بېګاه شپه وسله‌والو طالبانو په بشپړه توګه د دغه ولایت بهارک ولسوالي نیولې ده. د سرچینې په وینا، د ملي امنیت، پولیسو او نورو امنیتي بنسټونو ۷۵نظامیان له خپلو وسلو او مهماتو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شوي دي. څو اوونۍ وړاندې په دغه ولسوالي کې مېشت امنیتي ځواکونو د مرستندویه ځواکونو غوښتنه کړې وه.