امریکايي رسنیو د دغه هېواد د پوځي چارواکو په خبره رپوټ ورکړی چې افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتو، دغه هېواد کې اطلاعاتي سرچینې او د ګواښونو پر وړاندې د غبرګون وخت کم کړی دی.
د رپوټونو پر اساس، د امریکا پوځي ځواکونو د تېر کال له اوړي څخه وروسته افغانستان کې د ترهګرۍ ضد هېڅ کوم برید نه دی ترسره کړی، خو د دغه هېواد پوځي چارواکي ټینګار کوي، چې د لوژیستیکي ننګونو ترڅنګ، له بهر څخه افغانستان کې د ګواښونو د څار او شنډولو وړتیا لري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د امریکا د ځانګړو عملیاتو قومندانۍ مشر ریچارډ کلارک، د سنا جرګې د وسلهوالو ځواکونو د کمیټې قانونجوړونکو تر فشار لاندې ویلي چې د امریکايي ځواکونو وتو، افغانستان کې اطلاعاتي سرچینې او احتمالي ګواښونو ته د ځواب ویلو وخت کم کړی دی.
د امریکا دغه پوځي چارواکي زیاته کړې چې د ننګونو شتون او د بریدونو د نهترسره کېدو سربېره یې ځواکونه کولای شي سیمې څخه څارنه ورکړي. هغه ټینګار کړی چې کولای شي لرې واټن څخه د تروریزم ضد ماموریتونه ترسره کړي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
تر دې وړاندې د روان ۲۰۲۲ کال فبروري میاشت کې د امریکا د مرکزي قومندانۍ یا سنټکام مشرۍ ته نوماند مایکل کوریلا هم ویلي وو چې افغانستان کې د تروریستي ډلو پر عملیاتو څار ډېر ستونزمن دی، خو ناممکنه نه دی.