د امریکا پوځ د مرکزي قومندانۍ یا سنتکام قومندان جنرال فرانک کنټ مک‌کنزي خبرداری ورکړی چې راتلونکی اوړی به افغانستان کې د داعش ډلې فعالیت زیات شي.

هغه تېره ورځ د امریکا د سنا جرګې د وسله‌والو ځواکونو کمیټې ته ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت دغه هېواد کې د داعش ځپلو لپاره خپلو هڅو کې ماته خوري او ښايي د اوړي په را نژدې کېدو سره، د داعش بریدونه زیات شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د امریکا پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان زیاته کړې: «اسلامي امارت هڅه کوي چې پر داعش فشار دوامداره کړي، خو هغوی د دغه کار ترسره کولو لپاره ستونزه لري.» د مک‌کنزي په وینا، افغانستان کې د ژمي په پایته رسېدو او د اوړي په راتلو سره ښايي دغه هېواد کې د داعش بریدونه زیات شي.

فرانک کنټ مک‌کنزي افغانستان کې د داعش پیاوړي کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د امریکا متحده ایالتونو له دوامداره فشار پرته به افغانستان کې د دغې ډلې جنګیالي نور هم غښتلي شي. هغه څرګنده کړې چې داعش ډله تېرو میاشتو کې توانېدلې چې کابل کې مهم بریدونه ترسره کړي.

د سنتکام قومندان همدارنګه ویلي چې افغانستان څخه د امریکا د وتو په دلیل، د تېر په پرتله د داعش ډلې مشخصول ستونزمن شوي، خو بیا هم «د دغې ډلې د توندلارو مشخصول ناممکنه نه دي.»

تر دې وړاندې د پنټاګون ځینو چارواکو هم خبرداری ورکړی وو چې داعش ډله به وکولای شي راتلونکو شپږو میاشتو کې پر لوېدیځ تروریستي بریدونه ترسره کړي. خو اوس د متحده ایالتونو استخبارات وړاندوینه کوي چې داعش به له ۱۲ څخه تر ۱۸ میاشتو پورې موده کې د بریدونو په کولو وتوانیږي؛ هغه هم د افغانستان وضعیت ته په کتو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه اندېښنې داسې مهال مطرح کیږي چې اسلامي امارت په وار وار افغانستان کې د داعش او نورو تروریستي ډلو فزیکي حضور رد کړی او ټینګار یې کړی چې داعش د افغانستان لپاره جدي خطر نه شمېرل کیږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام