امریکايي پوځي چارواکي: بهر څخه افغانستان کې د ګواښونو د څار او شنډولو وړتیا لرو

د رپوټونو پر اساس، د امریکا پوځي ځواکونو د تېر کال له اوړي څخه وروسته افغانستان کې د ترهګرۍ ضد هېڅ کوم برید نه دی ترسره کړی، خو د دغه هېواد پوځي چارواکي ټینګار کوي، چې د لوژیستیکي ننګونو ترڅنګ، له بهر څخه افغانستان کې د ګواښونو د څار او شنډولو وړتیا لري.

ناټو به افغانستان کې خپل ملکي حضور ته دوام ورکړي

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتو سره هم‌مهاله د ناټو سر منشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې د دغه سازمان غړي هېوادونه به له کابل څخه خپل ملکي حضور ته دوام ورکوي او د افغان امنیتي ځواکونو د ځان بسیاینې او وړتیاوو لوړولو په برخه کې به له دوی سره همکاري کوي. پرون سه شنبه په بروکسیل کې ینس سټولټنبرګ یوې خبري غونډې ته وویل چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل، له دغه هېواد سره د اړیکو د پرېکون په معنا نه دی.