بغلان کې ځايي سرچینو ویلي، د دغه ولایت نهرین ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو یو کان نړېدلی چې پایله کې یې کم له کمه د دغه کان ۱۰ کارګر مړه شوي دي.

د نهرین ولسوالۍ د ډبرو سکرو کان مشر عبدالله حامد تاییدوي، چې دغه پېښه تېره شپه د «چنارک» د ډبرو سکرو کان یوه تونل کې رامنځ ته شوې ده.

د هغه په وینا، تخنیکي ډلې تېره شپه ناوخته ۱۰ کسان چې د تونل په سر کې وو ژغورلي دي. د نهرین ولسوالۍ د ډبرو سکرو کان مشر زیاتوي، چې دغه پېښه کې د وژل شوو کسانو جسدونه هم بهر را ایستل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ 

دغه پېښه په طبیعي ډول رامنځ ته شوې ده. دا داسې مهال دی چې تر دې وړاندې هم ځینو ولایتونو کې د ډبرو سکرو کانونو کې ورته پېښې شوي، چې یو شمېر کارګران په کې قرباني شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام