د بدخشان ولایت د راغستان ولسوالي سیمه‌ییز مسوولان تاییدوي چې په دې ولسوالي کې د واورې ښوېدو په پېښه کې پنځه تنه کان‌کېندونکي مړه شوي دي.

د راغستان ولسوال حيات‌الله محسن وايي، پېښه تېره شپه د دې ولسوالي د روینج‌اب سیمې په تاجیل‌دره کې هغه مهال رامنځته شوه چې د سرو زرو پر یو کارخانې واوره وښوېده.

د راغستان ولسوال وايي، پېښه د سرو زرو په یوه کان کې شوې او د مړه شویو کسانو جسدونه د سیمې اوسېدونکو له واورې راایستلې دي.

هغه زیاتوي چې د دې پېښې څلور تنه قربانیان د کوف‌اب ولسوالي اوسیدونکي دي او یو تن بل یې د راغستان ولسوالي اوسیدونکی دی

ویل کېږي چې په دغه کان کې نور کارکوونکي لا هم تر واورو لاندې بند پاتې دي او د هغوی برخليک لا معلوم نه دى. د راغستان ولسوال په دې اړه څه نه دي ویلي او د کارګرانو کره شمېر هم لا نه دی څرګند.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د بدخشان ولایت په راغستان او کوهستان ولسوالیو کې هر کال ورته پېښې رامنځته کېږي.

د بدخشان له بېلابېلو سیمو بې‌وزله او اړمن کسان د راغستان په ځینو سیمو کې د یوه مړی ډوډۍ د پیدا کولو لپاره د سرو زرو په کان کې پر کار بوخت وي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام