د هند کرېکټ غوره لیګ د په زړه پورې سیالیو په ترڅ کې نن ګوجرات ټایټنز له کلکته نایټراډرز او ډیلي کپېټلز له سنرایزر حیدراباد سره لوبه کوي.
ګوجرات ټایټنز لوبډله کې دوه افغان لوبغاړي راشدخان او نوراحمد لوبېږي او رحمنالله ګربز بیا د کلکته نایټراډرز لوبډلې برخه دی. ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه نن له غرمې وروسته ۲:۳۰ بجې پیل شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
کلکلته نایټرایډرز لوبډله چې دا مهال د روان ایپياېل لیګ د جدول په اووم ځای کې شتون لري، په خپلو وروستیو پنځو لوبو کې یې یوازې یوه لوبه ګټلې ده.
ټایټنز لوبډلې بیا وروستیو پنځو سیالیو کې درې لوبې ګټلي، دوه یې بایللي او د جدول درېیم ځای یې خپل کړی دی.
بلخوا نن شپه به دغه لیګ کې ډیلي کپېټلز له سنرایزر سره خپل بخت وازمايي. دواړه لوبډلې د جدول په وروستي ځای کې شتون لري. سنرایزر له اوو لوبو دوه ګټلي او د جدول په نهم او ډیلي هم له اوو سیالیو څخه دوو کې بریا ترلاسه کړې او د جدول په لسم ځای کې شتون لري.
د دغه لیګ په بېګانۍ لوبه کې بیا لکناو سوپر جاینټز لوبډلې تاریخي سیالي وکړه او پنجاب کنګز ته یې په خپل کور کې ماته ورکړه. لکناو لوبډلې دې سیالي کې پنجاب ته د ۲۵۸ منډو هدف ورکړی و چې پنجاب لوبډلې یوازې ۲۰۱ منډې جوړې کړې.