ترکیه او سوریه کې د زلزلې له امله د مړو شمېر له ۲۱۰۰۰ اوښتی

ترکیه او سوریه کې د زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۲۱۰۰۰ اوښتی دی. د ترکیې مرستیال ولسمشر فواد اوکتای دغه هېواد کې د زلزلې له امله د مړو شویو او ټپیانو وروستۍ شمېرې له رسنیو سره شریکې کړې. فواد اوکتای ویلي، تراوسه دغه هېواد کې ۱۸۳۴۲ کسانو په زلزله کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۷۴۲۴۲ کسان هم ټپیان شوي دي.