Asset 1SWN

د ترکیې او سوریې زلزله کې تراوسه څه باندې ۱۷۰۰۰ کسان مړه شوي

5008

ترکیه او سوریه کې د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ د شوې زلزله له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۱۷۰۰۰ پورته شوی دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې، دواړو هېوادونو کې په ټولیزه توګه د زلزلې له کبله ۱۷۱۷۶ کسان مړه شوي او زرګونه نور ټپیان دي.

د ترکیې ولسمشر رجیب طیب اردوغان چې د دغه هېواد غازي عنتاب ښار ته تللی، رسنیو ته وویل چې ترکیه کې شوې زلزلې تر دې مهاله ۱۴۰۱۴ کسان مړه کړي او څه باندې ۶۳۰۰۰ کسان هم ټپیان شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ترکیې ولسمشر د دغه هېواد تر ټولو زلزله ځپلي غازي عنتاب ښار کې د خبرو پر مهال ټينګار وکړ چې د زلزلې له امله څه باندې ۶۴۰۰ ودانۍ ویجاړې شوي او په وینا یې، دغه هېواد به یې بېرته جوړې کړي.

رجیب طیب اردوغان زیاته کړه چې د یوه کال په موده کې به یاده سیمه کې درې او څلور پوړییزې ودانۍ بېرته ورغوي.

په ورته مهال د ترکیې ګاونډ سوریه کې چې د شوې زلزلې له امله زیانمن شوی، د حکومتي سرچینو په وینا، تراوسه په‌کې ۳۱۶۲ کسان مړه شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د رسنیو د راپورونو له مخې، زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې عملیات روان دي او د مړینې شمېرې ښايي زیاتې شي. د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د ژغورنې ګڼ‌شمېر ډلې ترکیې او سوریې ته د مرستو لپاره رسېدلې دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام