Asset 1SWN

بدخشان کې زلزلې ۷۶ استوګنیز کورونه نړولي

زمین_لرزه-در-بدخشان-۱-q2adiowx93drw06lnni1wfqmqxxlim5xvraeaarr0o

بدخشان کې محلي سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې بېګاه شاوخوا ۱۰:۴۷ دقیقې زلزلې د دغه ولایت مرکز فیض‌اباد ښار او یوشمېر ولسوالۍ لړزولې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د امریکا د زلزلې اړوند یوه سازمان ویلي چې د دې زلزلې مرکز د بدخشان مرکز فیض‌اباد ښار و. دغه سازمان زیاته کړې چې یاده زلزله ۴،۷ درجې وه او په ۶۰ کیلومټره ژوروالي سره شوې ده.

یاد سازمان ویلي چې په تاجکستان، ازبکستان، پاکستان او ایران کې هم دا زلزله احساس شوې ده.

بله‌خوا د بدخشان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس محمداکرم اکبري وايي چې د دوی د لومړنیو معلوماتو له مخې، دغې زلزلې په فیض‌اباد ښار او یفتل، درایم او بهارک ولسوالیو کې ۷۶ کورونه نړولي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، په بدخشان کې د شوې زلزلې له کبله چا ته مرګ‌ژوبله نه‌ده اوښتې.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم ۴،۳ درجې زلزلې بدخشان لړزولی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام