له ځینو ولایتونو څخه را رسېدلي راپورونه ښيي چې په بدخشان او پروان کې ځينې ولسوالۍ د څو ساعتونو لپاره نه د دولت او نه هم د طالبانو په لاس کې وې.

د بدخشان د ولایتي شورا غړی طلب‌الدین قادري سلام‌وطندار ته ويلي چې د دغه ولایت په واخان، زېباک، شکاشم او شغنان ولسوالیو کې هېڅ جګړه نه ده شوې او له هغه وړاندې چې طالبان دغو ولسوالیو ته ورشي، امنیتي ځواکونه ترې بهر شوي وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، په دغو ولسوالیو کې څو ساعته نه امنيتي ځواکونو حضور درلود او نه هم طالبانو. قادري زیاتوي، طالبانو ته د ولسوالیو دا ډول ور پرېښودل ښايي د پراخې رواني جګړې یا هم په لویه کچه د سیاسي هوکړې له کبله وي.



د هغه په وینا، دا چې ولسوالۍ پرته له کومې نښتې طالبانو ته پرېښودل کیږي، ښايي پراخه رواني جګړه او یا په لویه سطحه سیاسي هوکړه د دې کار لامل وي.

د پروان د شینواري ولسوالي مرکز هم تېره ورځ له څو ورځو وروسته بېرته د طالبانو لاس ته ورغی. د پروان د همغږۍ مرکز قوماندان محمدحامد نیازی وايي، د دغه شاه‌تګ لامل ولسوالي ته په نږدې سیمو کې د طالبانو پر مرکزونو د امنیتي ځواکونو هوايي عملیات وو.

د سلام‌وطندار پښتو برخه پر ټویټر هم وڅارئ

د هغه په خبره، اوس د شینواري ولسوالي نه د طالبانو لاس کې ده او نه هم د دولت، خو په پروان کې ځايي سرچینې وايي چې د جګړې کرښې شاته تلل او د دې ولسوالي په چاڼ شویو سیمو کې د ملاتړ نه موجودیت له کبله د ولسوالي ودانۍ د دویم ځل لپاره د طالبانو لاس ته ورغلې ده.

په ورته وخت کې د بدخشان یوشمېر اوسېدونکي هم تاییدوي چې طالبان ان د ولسوالیو پر پرېښودو نه وي خبر، خو امنیتي ځواکونو خوشې کړې وي. دوی هم وايي چې چې د دغو ولسوالیو ودانۍ د څو ساعتونو لپاره نه د طالبانو په کنټرول کې وې او نه هم د دولت.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام