هغه ولسوالۍ چې له دولت او طالبانو دواړو پاتې دي
له ځینو ولایتونو څخه را رسېدلي راپورونه ښيي چې په بدخشان او پروان کې ځينې ولسوالۍ د څو ساعتونو لپاره نه د دولت او نه هم د طالبانو په لاس کې وې.
د بدخشان د ولایتي شورا غړی طلبالدین قادري سلاموطندار ته ويلي چې د دغه ولایت په واخان، زېباک، شکاشم او شغنان ولسوالیو کې هېڅ جګړه نه ده شوې او له هغه وړاندې چې طالبان دغو ولسوالیو ته ورشي، امنیتي ځواکونه ترې بهر شوي وو.