Asset 1SWN

کندهار کې موټربم برید یو کس وژلی او ۲۴ یې ټپیان کړي

KDR--p9pr41d5rqxp9sreaknxzsnuqcg1obcm8g5pn32nqk

د کندهار امنیتي مسوولان وايي، نن ماسپښین د کندهار ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند د ملي امنیت د ۰۶ قطعې څوارلسم ماموریت ته نږدې چاودنه شوې ده.

د کندهار د امنیې قومانداني ویاند جمال‌ناصر بارکزي سلام‌وطندار ته ویلي چې په یاده چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او د یوه پولیس او ۲۰ ملکیانو په ګډون، ۲۱ نور ټپیان شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو د کندهار په میروس روغتون کې یوه ډاکټر سلام‌وطندار ته ویلي چې د چاودنې له ځایه د ۱۰ نظامیانو او ۱۵ ملکیانو په ګډون، ۲۵ کسان روغتون ته ور وړل شوي او په وینا یې، یو یې وژل شوی او ۲۴ نور ټپیان دي.

په همدې حال کې د پېښې شاهدان وايي چې د چاودنې له کبله خلکو ته مالي زیانونه هم اوښتي دي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام