د رسنیزو سرغړونو د مخنیوي لپاره باید ځانګړې تګلاره جوړه شي

 لوی څارنوال ذبیح الله کلیم نن د « رسنیو فعالیتونو قانوني کولو او نشراتي کیفیت لوړولو مشورتي ناستې» ترعنوان لاندې په یوه ګډه خبري ناسته کې وویل چې د رسنیو له لوري د رسنیزو جرمونو د مخنیوي په موخه باید د اطلاع رسونې په برخه کې یو لړ محدودیتونه رامنځ ته او په دې برخه کې باید یوه ځانګړې تګلاره جوړه شي.

د سلما بند د امنیت ټینګښت په اړه د چارواکو ډاډ

د هرات والي عبدالصبور قانع وايي چې د لا ښې همغږۍ او مدیریت لپاره یې د دغه ولایت د چشت ولسوالي په مرکز کې مېشت ځواکونه یې دویم ځای ته لېږدولي دي. هغه سلما بند ته پېښ ګواښونه نه مني او په وینا یې، دا د دولت د مخالفانو شایعات دي. نوموړی خلکو ته ډاډ ورکوي چې یاد بند خوندي دی او لازم ساتونکي لري، خو په خبره یې، که په دې برخه کې نورو سرتېرو ته اړتیا شوه، ور وبه یې لېږي.

حکومت د ولسي پاڅونوالو ملاتړ نه کوي

په یوشمېر ولایتونو کې د طالبانو ډلې له لوري د بریدونو له زیاتوالي او د دوی لخوا د ولسوالیو له نیولو وروسته، په ډېرشمېر ولسوالیو کې ولسي پاڅونوالو او د طالبانو بریدونو د مخنیوي او د سقوط شویو ولسوالیو د بیرته نیولو لپاره یې له امنیتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ.

هغه ولسوالۍ چې له دولت او طالبانو دواړو پاتې دي

له ځینو ولایتونو څخه را رسېدلي راپورونه ښيي چې په بدخشان او پروان کې ځينې ولسوالۍ د څو ساعتونو لپاره نه د دولت او نه هم د طالبانو په لاس کې وې.
د بدخشان د ولایتي شورا غړی طلب‌الدین قادري سلام‌وطندار ته ويلي چې د دغه ولایت په واخان، زېباک، شکاشم او شغنان ولسوالیو کې هېڅ جګړه نه ده شوې او له هغه وړاندې چې طالبان دغو ولسوالیو ته ورشي، امنیتي ځواکونه ترې بهر شوي وو.

کندهار کې موټربم برید یو کس وژلی او ۲۴ یې ټپیان کړي

د کندهار امنیتي مسوولان وايي، نن ماسپښین د کندهار ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند د ملي امنیت د ۰۶ قطعې څوارلسم ماموریت ته نږدې چاودنه شوې ده. د کندهار د امنیې قومانداني ویاند جمال‌ناصر بارکزي سلام‌وطندار ته ویلي چې په یاده چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او د یوه پولیس او ۲۰ ملکیانو په ګډون، ۲۱ نور ټپیان شوي دي.

تاجکستان له افغانستان سره پولې ته نږدې ۲۰۰۰۰ سرتیري ځای پر ځای کړي

د تاجکستان ولسمشر امام‌علي رحمان د دغه هېواد دفاع وزارت ته امر کړی چې له افغانستان سره پولې ته نږدې ۲۰۰۰۰ سرتیري ځای پر ځای کړي. دغه پرېکړه وروسته له هغې نیول کېږي چې د افغانستان په شمال او شمال ختیځو سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د جګړې لمن پراخه شوې ده.